د غزني ښار د نوآباد ښارګوټي او د کابل ښار د شپږمې ناحیې د امید سبز ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي چې ډېری یې شیعهګان دي، د طالبانو د عدلیې وزارت او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکمو د راګرځولو کمېسیون د مسوولانو له سلیقوي او یو اړخیز چلنده شکایت کوي. دوی ټینګار کوي چې د طالبانو د دغه کمېسیون په پرېکړو کې اسناد او شواهد په بېپرې توګه نه ارزول کېږي او پر یوې ځانګړې طبقې او ډلې په قصدي ډول فشار راوړل کېږي. د دغو ښارګوټو اوسېدونکي وایي چې د خلکو د وېرولو، ترهې رامنځته کولو او له خلکو د پیسو اخیستلو هڅې روانې دي.
دغو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړې چې که څه هم د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمېسیون په تېرو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۵ ښارګوټي دولتي اعلان کړي دي، خو په وروستیو ورځو کې یوازې د دوو ښارګوټو پر اوسېدونکو له بېلابېلو لارو رواني فشار راوستل شوی او په پرلهپسې ډول ورته د خپلو جایدادونو د پرېښودو خبرداری ورکړل شوی دی.
د دغو ښارګوټو اوسېدونکي ټینګار کوي چې که د دوی اسناد او شواهد په بېپرې توګه وارزول شي، نو د دواړو ښارګوټو ټولې ځمکې شرعي قبالې او اسناد لري او اوسني اوسېدونکي یې د پیسو په ورکولو سره خپل ځان ته سرپناه جوړه کړې او یا یې د جایداد پر پېرلو په خپلو شخصي پیسو میلیونونه افغانۍ پانګونه کړې ده.
د غزني د نوآباد ښارګوټي اوسېدونکي وایي چې د دغه ښارګوټي ترڅنګ په غزني کې دوه نور ښارګوټي هم دولتي اعلان شوي، خو د تخلیې امر یوازې د نوآباد ښارګوټي ته صادر شوی دی.
د غزني ښار د نوآباد ښارګوټي اوسېدونکي ټینګار کوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو پر وړاندې یوه له مهمو ستونزو همدا ښارګوټي او د استوګنې کورونه دي؛ هغه موضوع چې د طالبانو عدلیې وزارت او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو کمېسیون خلک د وېرې او هیلې ترمنځ ساتلي دي.
د دغه ښارګوټي یو اوسېدونکی خداداد وایي:« خلکو په خپلو شخصي پیسو ځمکې له مالکانو اخیستې او کورونه یې پرې جوړ کړي دي. دا ځمکې دولتي نه، بلکې شخصي وې او قبالې او د مالیې د ورکړې اسناد یې لرل. له ۳۰ کلونو زیات خلک په نوآباد کې ژوند کوي او اوس یې دولتي اعلانول، زما په باور، تبعیض، تعصب، قومي ولکه او د فشار وسیله ده چې په پایله کې د پیسو اخیستلو ته زمینه برابروي.»
د هغه په وینا، تر هغې وروسته چې د کورونو او ملکیتونو د تخلیې لپاره موده وټاکل شوه، د خلکو استازي، قومي مشران او علما کندهار ته تللي او د دغه ولایت له والي سره یې کتلي دي. ملا شیرین اخند چې د طالبانو د مشر له نږدې کسانو بلل کېږي، له خلکو سره ژمنه کړې چې غوښتنې به یې د طالبانو له مشر سره شریکې کړي.
له بلې خوا، د کابل په لویدیځ کې د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي د طالبانو عدلیې وزارت، او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمېسیون او د ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمه تورنوي چې له خپلو دندو یې ناوړه استفاده کړې او قومي چلند یې کړی دی. دوی ټینګار کوي چې دغو ادارو د دې ښارګوټي د ځمکو په اړه په ښکاره ډول یو اړخیزې پرېکړې کړې دي.
د دوی په وینا، اسناد او شواهد ښيي چې د طالبانو دغو ادارو د کابل ښار په دوو بېلابېلو سیمو کې د دوو ښارګوټو د کادستري قطعو په تړاو دوه متضادې پرېکړې کړې دي. دوی وایي، د سید جمالالدین ښارګوټي له ۱۲۰۰ جریبه ډېره ځمکه چې د یوه پښتون سوداګر اړوند ده، شخصي ځمکه بلل شوې؛ خو د امید سبز ښارګوټي ځمکه چې یوازینۍ ستونزه یې د کادستري قطعې موضوع بلل شوې او د یوه هزاره سوداګر له خوا مدیریت کېږي، دولتي اعلان شوې ده. د دوی په وینا، دا چلند د طالبانو د «یوه بام او دوو هواوو» سیاست څرګندونه کوي.
د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکی حاجي محمدعلي وایي:« د شریعت او قانون تفسیر باید د شخصي نظر پر بنسټ نه وي. د منلو وړ نه ده چې دوه ځمکې د یوه حقوقي اختلاف له امله دوه ډوله چلند ولري؛ یو ځای شخصي وبلل شي او بل ځای دولتي. کله چې د سید جمالالدین ښارګوټي ځمکې د کادستري قطغې تثبیت او وروسته شخصي اعلان شوې، نو توپیر په څه کې دی چې د امید سبز ځمکې دولتي بلل کېږي؟ ښه، نو دلته هر څه روښانه دي چې توپیر د اوسېدونکو په اړه دی؛ دا چې په کومه ژبه خبرې کوي او د کوم مذهب پیروان دي.»
د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې د ۸صبح په راپور کې واخیستل شي، وایي:« بې له شکه چې دلته عدالت نه دی تامین شوی. په ټول هېواد کې وګورئ؛ یوازینی ښارګوټی چې قانوني اسناد، منظم او معیاري ښاري نقشه، د اوبو، برېښنا او فاضلاب مجهز سیستم لري، همدا امید سبز دی. نقشه یې د ښار جوړونې وزارت له خوا تایید شوې، خلکو په خپلو شخصي پیسو ځمکې اخیستې او خپلې پانګې یې پکې لګولې دي. دا له کوم عدالت او شریعت سره سمون لري چې یو څوک خپل کور او ملکیت پرېږدي یا نور د خپل کور او دوکان د کرایې مستحق ونه ګڼل شي؟»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د روان کال په لومړیو کې د کابل په لویدیځ کې د امید سبز ښارګوټي له ۱۵۰۰ جریبه ډېره ځمکه او د غزني ښار د نوآباد ښارګوټي نږدې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې او د دغو سیمو اوسېدونکو ته یې د خپلو جایدادونو د تخلیې امر کړی دی. خو د دغو ښارګوټو اوسېدونکي ټینګار کوي چې دوی خپلې ځمکې په پیسو اخیستې دي او په هېڅ قیمت به خپل ملکیتونه پرې نه ږدي.
په همدې حال کې، د دغو دوو ښارګوټو یو شمېر استازي په جلا جلا سفرونو کې کندهار ته تللي او د طالبانو د مشر دفتر ته یې خپل اعتراضونه رسولي دي.





