۸صبح، کابل: یوه طالب جنګیالي له یوه بریتانیايي ګرځندوی سره په خبرو کې ویلي چې په پنجشیر کې یې ۱۴ کسان وژلي دي.
بریتانیايي ګرځندوی ویل بیلي دوشنبه د تلې پر ۶مه د څلور ورځني سفر ویډیو د «د نړۍ په تر ټولو خطرناک هېواد کې څلور ورځې» تر سرلیک لاندې په یوټیوب کې خپره کړې ده.
په ویډیو کې لیدل کېږي چې نوموړی له طالب جنګیالیو سره د افغانستان څو ولایتونو ته سفر کړی او د جګړې، وسلو، شخصي ژوند، واده او ښځو په اړه یې له هغوی سره خبرې کړې دي.
یو طالب په دې ویډیو کې د خپل تېر ژوند په اړه ویلي چې د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته په نوې ځوانۍ کې د ننګرهار یوې دیني مدرسې ته تللی چې هلته پوځي او جهادي زدهکړې هم ورکول کېدې.
نوموړي په کونړ کې له داعش جنګیالیو سره د جګړې په اړه هم غږېدلی او هغه یې له امریکايي ځواکونو سره له جګړې سخته بللې ده.
نوموړی د خبرو په بله برخه کې د خلکو د وژلو په اړه د خپل لیدلوري په اړه غږېږي او وايي چې د دښمنۍ له امله د وژنې او له هغو کسانو سره د جګړې ترمنځ توپیر شته چې «اسلام نه مني.»
کله چې بیلي له نوموړي د هغو کسانو د شمېر په اړه چې هغه وژلي پوښتنه کوي، وايي چې یو وار یې په پنجشیر کې ۱۴ کسان وژلي دي.





