۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلی چې د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ، پاکو اوبو ته د ماشومانو د لاسرسي د ښه کولو او له ناپاکو اوبو څخه د راولاړېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره هڅه کوي.
نوموړي بنسټ یکشنبه د تلې پر ۱۲مه ویلي چې ګڼ ماشومان هره ورځ د سړک غاړې له ویالو څخه د اوبو راوړلو لپاره اوږد مزل کوي؛ هغه اوبه چې د څښلو لپاره خوندي نه دي.
یونیسف ټینګار کړی چې پاکو اوبو ته لاسرسی، د ککړو اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی او د ماشومانو ژوند ژغورلی شي.





