۸صبح، کابل: د طالبانو د مالیې وزارت د دې ډلې تر کنټرول لاندې ادارو د ملکي او نظامي کارکوونکو د معاشونو د ځنډېدو په اړه راپورونه رد کړي او هغه یې اوازې بللې دي.
دغه وزارت دوشنبه د لړم پر ۴مه، ویلي چې د دولتي ادارو د کارکوونکو معاشونه به د معمول په څېر، له کومې ستونزې پرته او پر خپل وخت ورکړل شي.
تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې ادارو د ملکي او نظامي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې بهیر تر «بل امر پورې» ځنډولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو کارکوونکو په ځلونو د خپلو معاشونو په ورکولو کې له ځنډه شکایت کړی دی.





