۸صبح، کابل: د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې د نورستان ولایت په مرکز او شاوخوا سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
فطرت د پنجشنبه د زمري پر لومړۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د مړو شویو کسانو په ډله کې د طالبانو د نورستان ښاروال او د دې ډلې یو قومندان هم شامل دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال له افغان سوداګرو او پانګوالو غوښتي، چې له سېلابځپلو کورنیو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
هغه له خلکو هم غوښتنه کړې، چې په هغو سیمو کې له اوسېدو او فعالیته ډډه وکړي، چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي او یا هم د طالبانو د هواپېژندنې ادارې یې په اړه خبرداری ورکړی، څو د ورته مرګژوبلې او زیانونو مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نورستان وروستیو مرګونو سېلابونو پر ځاني زيانونو سربېره، کورنیو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي، لسګونه کورونه یې ویجاړ کړي او د تګراتګ لارې یې هم زیانمنې کړې دي.





