۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په جاپان کې د دې ډلې د سفارت د بېرته فعالېدو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې حریت راډيو دوشنبه د وږي پر ۹مه، راپور ورکړی چې متقي دا موضوع له یوې جاپاني رسنۍ سره په خبرو کې مطرح کړې ده.
د راپور له مخې، متقي ویلي چې په توکیو کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د استازو د منلو پر سر اختلاف د روان میلادي کال له پیل راهیسې د سفارت د فعالیت د درېدلو لامل شوی دی.
متقي له جاپانه غوښتي چې په توکیو کې د طالبانو د سفارت د فعالیت لپاره اړین اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له افغانستانه د بیا واکمنېدو راهیسې یوازې د روسیې له خوا په رسمیت پېژندل شوي دي.





