۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کونسلي خدمتونو د اسانتیا لپاره د هېواد په ۱۰ ولسوالیو کې د رسمي اسنادو د تایید بهیر پیلېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل يکشنبه د چنګاښ پر ۲۸مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه خدمتونه به په مشخصو ولسواليو کې هېوادوالو ته د کونسلي خدمتونو د لا اسانه لاسرسي په موخه وړاندې شي.
د هغه په وینا، دا خدمتونه به د کابل په سروبي او قرهباغ، د کندهار په سپین بولدک، د هرات په شینډنډ، د بلخ په کلدار یا حیرتان، د ننګرهار په مومندرې یا تورخم، د هلمند په ګرشک، د کندوز په امام صاحب، د غزني په جاغوريو او د پکتیا په څمکنیو ولسوالیو کې پیل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري له لومړۍ هېوادوال کولای شي خپل اسناد د دغو ولسوالیو د افغان پُست د څانګو له لارې د تایید لپاره د بهرنیو چارو وزارت یا د دغه وزارت ولایتي ریاستونو ته واستوي او له تایید وروسته یې بېرته له هماغو دفترونو ترلاسه کړي.





