طالبان د نجونو پر مخ د منځنيو ښوونځيو، لېسو او پوهنتونونو د دروازو له تړلو او په کورنيو او بهرنيو موسسو کې د ښځو د کار له ځنډولو وروسته، هڅه کوي چې د ښځو لپاره فضا نوره هم تنګ کړي. په غور کې د طالبانو والي په دې وروستیو کې د دغې ډلې له جنګیالیو غوښتي چې د محرم له لرلو پرته د ښځو د ګرځېدو مخه ونیسي.
په غور ولایت کې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې د غور لپاره د طالبانو والي احمدشاه دین دوست په یوه اداري غونډه کې د موسسو د فعالیتونو پر درېدو غوسه شوی او ویلي يې دي، چې بهرنۍ موسسې د افغانستان له خلکو سره صادقې نه دي او د «حجاب» مساله يی پلمه کړې او خپل فعاليتونه يې درولي دي. په دې اداري غونډه کې د غور لپاره د طالبانو والي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې کارکوونکو ته امر کړی، چې له دې وروسته ښځو ته له محرم پرته د ښار په واټونو کې د ګرځېدو اجازه ورنه کړي.
په غور کې د طالبانو والي د دې ادارې مسوولینو ته ویلي دي: «تاسو یوه اداره یاست. دمحرم له لرلو پرته په بازار کې د ښځو د ګرځېدو مخه ونيسئ. تاسو د څه لپاره یاست؟» د طالبانو د والي دغه حکم په فېروزکوه ښار کې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست د محتسبانو ګرځېدل زيات کړي دي.
پریما په غور کې يوه له هغو ښځو ده، چې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو بندیزونو له زیاتوالي شکایت کوي. هغه وايي چې له دې وروسته له محرم پرته بازار ته نه شي تللاى. هغه زياتوي، د طالبانو له دې حکمه ناخبره بازار ته تللې وه، خو د پېرلو پر مهال هټيوال ورته سپارښتنه وکړه، چې ژر تر ژره خپل توکي وپېري او کور ته ستنه شي. پریما زیاتوي:« هټيوال راته وویل چې حتما د امر بالمعروف کسانو نه يې لیدلې، که نه بازار ته يې نه پرېښودلې.»
پریما زیاتوي:« له دوکانداره مې وپوښتل، نن ولې بازار کې ښځې نشته او تاسو هم دا خبرې کوئ؟ زما په ځواب کې یې وویل: د پنجشنبې په ورځ په ولایت کې والي ویلي، چې ښځې مه پرېږدئ چې له محرم پرته په بازارونو کې وګرځي. والي د پنجشنبې په ورځ د امربالمعروف کسانو ته ويلي، چې له محرم پرته ښځې بازار ته مه پرېږدئ. په همدې خاطر نن په بازار کې ښځې کمې دي.» پریما دغه راز وايي، چې د خپلې کورنۍ له څو غړو سره چې ښځې وې، د سودا اخیستلو لپاره بازار ته تللې وه او په هغې ورځ په ښار کې ټول نارينه وو او ښځې کمې وې. شته ښځې هم د خپلو کورنيو له نارينه وو سره ګرځیدی.
د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار اوسېدونکې شریفه ۸ صبح ورځپاڼې ته وايي، چې د یکشنبې په ورځ د مرغومې پر ۱۱مه له خپل یوه خپلوان سره بازار ته ولاړه او ویې لیدل چې په ښار کې د ښځو حضور ډېر کم دی. هغه زیاتوي: «کله چې بازار ته لاړم، د تېرو ورځو په پرتله بازار له ښځو خالي احساسېده. کله چې مې وپوښتل چې ولې په ښار کې ښځې کمې لیدل کېږي، نو خبره شوم چې والي ويلي، چې ښځې حق نه لري چې له محرم پرته بازار ته ولاړې شي.»
هغه زياتوي، سره له دې چې په فېروزکوه ښار کې د ښځو لپاره کوم ځانګړی بازار نشته، خو پخوا به چې کله بازار ته راتله نو د «سرپل» او «بازار کابلي ها» په سيمو کې يې زياتې ښځې ليدلې.
له محرم پرته له کوره د ښځو پر وتلو بنديز د ښځو د حقونو د فعالانو اندېښنې راپارولې دي. په غور کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، طالبان هڅه کوي چې په دې سختو بندیزونو سره افغان مېرمنې څنډې ته کړي. د ښځو د حقونو فعاله شریفه محمدي ( مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وايي:«نږدې دوه کاله کيږي چې دوی (طالبان) حکومت کوي. تاسو وګورئ چې له ښځو سره يې کوم ظلم دی چې نه دی کړی. ښوونځي يې تړلي، پوهنتونونه يې تړلي او د ښځو پر کار کولو يې بنديز لګولی او اوس وايي، چې له کوره مه وځه او بازار ته مه ځه.» مېرمن شریفه د ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه بندیزونه له بشري حقونو سرغړونه بولي او زیاتوي: «له شاوخوا یو کال راهیسې په دغه ولایت کې کورنۍ تاوتریخوالی او جبري ودونه اوج ته رسېدلي او طالبان یې مسوول دي.»
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي. دغې ډلې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د نجونو د پرمخ د منځنيو ښوونځيو او لېسو دروازې وتړلې او ورپسې يې حمامونو او تفریحي پارکونو ته د ښځو پر تګ بنديز ولګاوه. طالبانو په وروستي اقدام کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او ښځې یې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار کولو منعه کړې. د طالبانو له خوا پر ښځو د بندیزونو لګول له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي، خو طالبان د هېوادوالو، د بشري حقونو د بنسټونو او سازمانونو او د نورو هېوادونو د رسمي استازو غوښتنو ته هېڅ پام نه کوي.