۸صبح، کابل: د طالبانو کورنیو چارو وزارت د افغانستان د بیارغونې څار لپاره د امریکا ځانګړې سرمفتش ادارې یا سیګار هغه راپور «بېځایه» بللی چې ویلي و په هېواد کې د نشهيي توکو کاروبار دوام لري.
د نوموړي وزارت ویاند عبدالمتین قانع چهارشنبه د زمري پر ۱۷مه په خواله شبکې اېکس کې یو اعلامیه خپره کړې او لیکلي دي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نشهيي توکو پر وړاندې جدي او پرېکنډه مبارزه شوې ده.
قانع زیاته کړې: «په هېواد کې د نشهيي توکو د کښت، قاچاق، تولید، اکمالاتو او ذخیرې د مبارزې پر وړاندې هېڅ استثنا شتون نه لري»
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د تریاکو ذخیرو پر وړاندې هېڅ ګام پورته کړی نه دی.
سیګار د السیس سازمان پر انځورونو استناد کړی او ویلي دي چې په افغانستان کې ذخیره شوي تریاک پام وړ دي او کچه یې ۱۶ زرو او ۵۶۷ مټریک ټنو پورې رسېږي.





