په خوست ولایت کې په دې وروستیو کې د ځینو روږدو انسانانو ترمنځ د زیګپ یا برېګابلین ګولیو کارول ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی. په دغه ولایت کې یو شمېر ډاکټران وايي چې د دې ګولیو تولید بهرنی دی او د کارولو لپاره له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان راوړل کېږي. دوی زیاتوي چې دا ګولۍ د لنډمهاله عصابي دردونو او ارامتیا لپاره کارول کېږي؛ خو زیانونه یې بېخي خطرناکه دي او د انسانانو د وژنې تر کچې رسېږي. د عصابي ناروغیو روغتیاپال قریش (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ووبل چې له دوی څخه زیات ځوانان د یادو ګولیو غوښتنه کوي او ډېر وخت دوی ته د دې ګولیو داسې روږدي ناروغان هم ور وړل شوي دي چې د کورنۍ غړي یې وهلي او ان وژلي دي. دی زیاتوي: «موږ ته په ورځڼي ډول ګڼ شمېر ځوانان راځي او هڅه کوي چې یادې ګولۍ په بېلابېلو پلمو او نومونو ترلاسه کړي، خو موږ یې د نشتوالي انکار ورته کوو. البته په خوست کې زیات داسې درملتونونه شته چې په دې ګولیو سوداګري کوي او ډېر شمېر یې راوړي او په پټه یې پلوري.»
د ده په وینا، ډاکټرانو ته د زیګپ یا برګابلین ځینې داسې ناروغان هم وروړل شوي چې د کورني غړي یې وهلي او وژلي دي. هغه په همدې تړاو زیاتوي: «په ډېرې خواشینې سره به ووایم، چې موږ ځینې داسې نارغان درلودل، چې خپل د کورنی غړي یې وژلي دي او د دې ګولیو روږدي کسانو په کلي او کورنی کې په ورځني ډول بېلابېلې ستونزې جوړوي او د ټولنې د وګړو لپاره د سر درد دی، چې هر ډول کېږي باېد ددې ګولیو د ناقانوني پلورنې او کارولو مخنیوی وشي.»
موږ پر همدې ګولیو د یو روږدي کس سره هم خبرې وکړې او نوموړی چې خپل مستعار نوم سورګل یادوي. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې اوس يې له ډېرو هڅو وروسته پر دې ګولیو عادت پرېښودو ته نږدې شوی دی. نوموړی همداراز وايي چې همدې کولیو او نشهیې موادو یې ژوند مرګ ته رسولی و او په وینا یې چې په کوراو کلي کې یې هېڅ ارزښت نه درلود. هغه په همدې تړاو داسې وايي: «ما لومړی چرس څکول، بیا مې د نشې ستنې وهلې او اخر مې په ټبلیټ کا ګولیو او د زیګپ پر ګولیو هم پیل وکړ. وروسته مې یوازې د زیګپ ګولی کارولې چې د څو شېبو لپاره به یې زیات دماغي ارام راکولو، همدا څو شېبې به په خوند تېرې شوې خو وروسته به له داسې دماغي درد او نا ارامۍ سره مخ شوم چې په عادي خبره به مې جنګ کولو او مبجور وم چې په هر ډول وای یادې ګولی به مې پيدا کولاې.»
نوموړی همدا راز زیاتوي چې یادې ګولۍ په ټولو درملتونونو کې پيدا کېږي او د زیاتو پیسو په بدل کې په اسانۍ سره موندل کېدای شي. هغه زیاتوي: « دا ګولی په اسانی هغه وخت پیدا کېږي، کله چې زیاتې پيسې ورکړې او يا څوګ وپېژنې، نو په اسانۍ ترلاسه کېږي.»
په دغه ولایت کې یو شمېر ټولنیز فعلان ټینګار کوي چې د ټولنې او ژوند لپاره دا زهري ګولی په اکثرو درملتونونو کې په زیات شمېر په زیاته او ناقانونه کچه پلورل کېږي او دوی همدرانګه زیاتوي چې د یادو ګولیو د کارونې علت بې کاري او اقتصادي ستونزې دي. محمود چې خپل نوم د موضوع د حساسیت له کبله مستعار یادوي، وايي:« یو عمده علت یې بې کاري او اقتصادي ستونزې دي چې ځوانان جرمونو ته هڅوي او نن سبا بې کاری او اقتصادي ستونزو ځینې ځوانان روحي ځپلي او له بيلابېلو تشوېشونو سره یې مخ کړي دي، نو ځوانان هڅه کوي چې نشه یي موادو ته مخه کړي.»
نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې یادې ګولای په خوست کې د ځینو دواخانو او درملتونونو لپاره په تجارت او د لوی عاید د ترلاسه کولوادرس ګرځېدلی دی. هغه په همدې تړاو له ۸صبح ورځپاڼې سره خپلو خبرو کې زیاتوي: « په خوست کې یادې ګولی اوس په پټه پلور کېږي او د زیاتو درملتونونو لپاره د زیاتې ګټې سرچینه ګرځېدلې ده. پر همدې ګولیو روږي انسانان مجبور دي چې دغه ګولی په ډېر قیمت هم راونیسي، نو ځکه د دواخانو لپاره هم د تجارات او عاید سرچینه ګرېځیدلي ده.» هڅه مو وکړه چې په همدې تړاو په خوست کې د طالب چارواکو نظر هم واخلو، خو بریالي نشوو.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د نشهیي مواد پر ضد ځینو فعالو ځوانانو له خوا په دغه ولایت کې هراخیزه مبارزه شوې، خو د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو سره د نشهیې توکو پر ضد مبارزه او عام پوهاوی کمرنګه شوی او په دغه ولایت کې د نشهیې توکو پلور او کارونه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.





