۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیحالله امیري فیضاباد ښار ته څېرمه په یوه وسلهوال برید کې وژل شوی دی.
ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې پر دغه طالب چارواکي د سېشنبې پر سهار د زمري پر ۶مه د فیضاباد ـ بهارک پر لاره د دوو موټرسایکلسپرو کسانو لهخوا بريد شوی دی.
د سرچینو په وینا، بریدګر له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
په بدخشان کې طالبانو هم د امیري وژل کېدل تایید کړي دي.
تر اوسه د دغه برید د انګېزې او د عاملانو د هویت په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې په بدخشان کې د طالب جنګیالیو او د دې ډلې د مخالفو جبهو ترمنځ وسلهوالې نښتې شوې دي.





