۸صبح، کابل: د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې د یوه قرارداد له مخې ټاکل شوې د ۱۵ زره شپنو په ګډون ۶۵ زره کارګر له هېواده بهر ته ولېږل شي.
باختر خبري اژانس سهشنبه د لړم پر ۱۷ یوه خبري ناسته کې لیکلي، چې دغه کارګر به په نږدي راتلونکي کې قطر ترکیې او عربستان هېوادونو ته ولېږل شي.
څو ورځې مخکې د ملګروملتونو سازمان د پراختیا دفتر اعلان وکړ، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر ۷۰۰ زیاتې دندې له منځه تللې دي او د ۹۰ سلنه کارکوونکو ورځنی عاید ۱.۹ ډالرو ته راکم شوی دی.
اخوا بهرنیو هېوادونو له دې جملې قطر او عربستان ته د ۵۰ زرو کارګرو د لېږلو موضوع په تېرو لسو کلونو کې څو ځله د مخکیني حکومت د چارواکو له خوا مطرح شوې ده؛ خو دغه طرحه عملي نه شوه.
مخکیني ولسمشر محمداشرف غني او د مخکیني حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو هم څو ځله بهر ته د زرګونه کارګرانو د لېږلو او قراردادونو په اړه ویلي وو.
تر اوسه روښانه نه ده، چې دا ځل به طالبان بریالي شي، چې دغه شمېر کارګران له هېواده بهر ته ولېږي او یا د وزګارۍ ناورین له فشار څخه د خلاصون لپاره یې دا موضوع مطرح کړې ده.
په دغه خبر کې داسې جزییات نه دي وړاندې شوي، چې د کارکوونکو د لېږلو قرارداد کله د طالبانو او د یادو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
دا خبر په داسې حال کې د طالبانو له خوا خپور شوی دی، چې پر کابل د دې ډلې له واکمنېدو سره د وزګارۍ او بېوزلۍ ناورین په بې مخینې توګه زیات شوی دی.