۸صبح، بدخشان: د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو استخباراتو یو سړی او ځوان په ډزو ویشتلي دي.
سرچینو پنجشنبه د لړم پر ۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه پرون ماښام شوې ده.
د سرچینو په خبره، د دغه برید موخه د «حاجي میرآغا» په نوم کس و چې وژل شوی دی.
یو زلموټي هم په مرمۍ لګېدلی چې وروسته یې ساه ورکړې ده.
سرچینې وايي چې دا ډزې دوو مخ پټو موټرسایکل سپرو کړې او هغوی دا کسان د طالبانو له استخباراتو سره تړلي بولي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هم په همدې ولسوالۍ کې د طالبانو یو غړي دوه کسان وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.





