۸صبح، کابل: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیراحمد حقاني د نړیوالې جنایي محکمې د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې د دغې محکمې پر عدالت باور نه لري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس چهارشنبه د تلې پر ۱۵مه راپور ورکړی چې حقاني دا څرګندونې په ننګرهار کې یوې غونډې ته کړې دي.
هغه ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو حقونه خوندي دي او که څوک ووژل شي، په اړه یې څېړنې او پلټنې کېږي.
نوموړي همداراز ادعا کړې چې «افغانان د نړیوالې جنايي محکمې پر عدالت هېڅ باور نه لري.»
حقانی په غزه کې د روانو پېښو په اړه د نړیوالې جنايي محکمې پر دریځ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا محکمه د هغه څه په اړه چې نوموړي «د میلیونونو بېګناه انسانانو وژنه» بللې، چوپه پاتې شوې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر زیاته کړې، هغوی چې د ملکي وګړو د وژل کېدو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي او «ظلم ته د عدالت نوم ورکوي»، د انصاف او عدالت په اړه د خبرو حق نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې جنايي محکمې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکم صادر کړی دی.





