۸صبح، کابل: د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت په هېواد کې د ټولو ښارګوټو له مالکانو غوښتي چې د خپلو ښارګوټو ټول اسناد، مدارک او نقشې د ارزونې لپاره دغه وزارت ته وړاندې کړي.
نوموړي وزارت سهشنبه د تلې پر ۲۱مه په خپرې کړې اعلامیې کې لیکلي چې د ښارګوټو د اسنادو یوه کاپي دې دغه وزارت ته ولېږل شي.
طالبانو ادعا کړې چې دا بهیر د ښاري نظم د تامین، د ښار جوړونې د اصولو او مقرراتو د پلي کولو او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.
په اعلامیه کې راغلي چې د کابل او ولایتونو د ښارګوټو او استوګنیزو سیمو مالکان اړ دي چې د یوې میاشتې په موده کې خپل اسناد په کابل کې د کور او ښار جوړولو وزارت او په ولایتونو کې د اړوند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاستونو ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو میاشتو کې د طالبانو عدلیې وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ښارګوټو له ارزونې وروسته، د ځينو ښارګوټو ملکیتونه مصادره کړي دي.





