۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۲۲۶ کورنۍ چې ټولټال ۳۰ ۱۰کسان کېږي، په جبري ډول افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سه شنبه د وږي پر ۳۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۴۱ کورنۍ چې ۲۰۳ کسان پکې شامل دي، د ننګرهار د تورخم له لارې او ۱۴ کورنۍ چې ۷۹ کسان پکې شامل دي، د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته راغلې دي.
د طالبانو په وینا، ۱۵۵ کورنۍ چې ۶۸۶ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راستنې ستنې شوې دي.
همداراز، ۱۶ کورنۍ، چې ۶۲ کسان پکې شامل دي، د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راغې دي.





