۸صبح، کابل: د ټرمپ حکومت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ارزونې راپور د امریکا له منځمهالو ټاکنو مخکې خپروي چې ښايي د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو د څرنګوالي په اړه بیا بحثونه تاوده کړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دوشنبه د تلې پر ۲۷مه راپور ورکړی چې د امریکا د پوځ اوسني او پخواني مشران د دغه راپور خپرېدو ته چمتووالی نیسي.
دا ارزونه د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت په امر شوې او د یو شمېر هغو لوړپوړو پوځي افسرانو مرکې هم پکې دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې یې د پخواني افغان حکومت له پاشل کېدو وروسته د امریکايي ځواکونو د تخلیې پر عملیاتو څار کاوه.
ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د جو بایډن حکومت په پرېکړو کې ونډه لرونکي مسوولان به ځواب ویلو ته اړ کړي.
هېګسېت هم ویلي چې د دغې ژمنې پلې کولو ته ژمن دی.
تر دې مهاله د راپور د خپرېدو کره نېټه څرګنده نه ده.
واشنګټن پوسټ د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې د دغې ارزونې موندنې ښايي د نوامبر د درېیمې نېټې له منځمهالو ټاکنو مخکې خپرې شي.
د راپور له مخې، ښايي په دغه راپور کې د هغو جنرالانو پر وړاندې د انضباطي اقداماتو سپارښتنه هم وشي چې هغه مهال په دغو عملیاتو کې ښکېل و.
د افغانستان د تخلیې په اړه پخوانۍ ارزونې ښيي چې امریکايي جنرالانو څو وارې خبرداری ورکړی و چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل ښايي د دغه هېواد د حکومت د پرځېدو لامل شي.
په دغو جنرالانو کې کېنټ مک کنزي، مارک میلي او اسټین سکاټ میلر شامل و.
میلي هغه مهال د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر او د بایډن جګپوړی پوځي سلاکار و.
میلر بیا د تخلیې د عملیاتو له پیله یوه میاشت مخکې په افغانستان کې لوړپوړی امریکايي جنرال و.
میلي او مک کنزي ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ هوکړې چې له مخې یې ټاکل شوې وه امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال تر پسرلي پورې له افغانستانه ووځي، د پخواني افغان حکومت په سقوط کې مهمه ونډه لرله.
میلر هم له امریکايي قانونجوړونکو سره په یوې محرمانه مرکه کې ویلي و چې څو ځله یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امنیتي حالت د چټک خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.





