۸صبح، کابل: ځايي سرچینې وايي چې جګپوړي طالب پلاوي په بدخشان کې د وروستیو ترینګلتیاوو د ارزونې په موخه په شغنان کې له ځايي قوماندانانو سره کتلي دي.
سرچینو سهشنبه د چنګاښ پر ۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په دې ناسته کې د ولسوالیو د امنیت پر ټينګښت، د وسلهوالو کسانو له ګرځېدو پر مخنیوي چې «ډېر یې د جمعه فاتح کسان دي» او د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو پر بهیر خبرې شوې دي.
دغه پلاوي د طالبانو د استخباراتو د عمومي رییس عبدالحق وثیق په مشرۍ بدخشان ته سفر کړی او ځينې نورو جګپوړو طالب چارواکو یې ملتیا کوله.
د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت، د اقتصاد وزیر دین محمد، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس شمسالدین شریعتي او د هلمند والي امانالدین منصوري د دغه پلاوي غړي وو.
دا ناسته په بدخشان کې د ترینګلتیاوو او اختلافاتو له ډېرو وروسته ترسره شوې ده.





