۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې پرون ۴۸۷ کورنۍ چې دوه زره او ۶۱۵ کسان کېږي، له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت چهارشنبه د چنګاښ پر ۱۷مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې یوازې د تورخم له لارې ۴۱۳ کورنۍ چې دوه زره او ۱۹۹ کسان کېږي، راغلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۷۵ کورنۍ د سپین بولدک، اووه په هرات کې د اسلامکلا او دوه کورنۍ د هلمند له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او د ورځې سلګونه کورنۍ هېواد ته راځي.
دا په داسې حال کې ده چې ګڼې راستنې شوې کورنۍ د سرپناه، کاري بوختیاوو، روغتیايي خدماتو او لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.




