۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې نن ۶۹۳ کورنۍ چې درې زره او ۶۲۶ کسان کېږي، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت سهشنبه د چنګاښ پر ۲۳مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې یوازې د تورخم له لارې ۶۰۹ کورنۍ راغلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د سپین بولدک له لارې ۷۰ کورنۍ او په هرات کې د اسلامکلا له لارې ۱۴ کورنۍ هېواد راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته راځي.
د یادونې ده چې له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې کورنۍ د سرپناه په ګډون، خدماتو ته د لاسرسي له کمښت سره مخ دي.





