۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې د تورخم پر خاناباد کلي د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه ملکیان ټپيان شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد پنجشنبه د لړم پر ۷مه په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا پېښه د چهارشنبې پر ورځ د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په خاناباد کلي کې شوې ده.
د اعلامیې له مخې، په ټپيانو کې یو د سیمې اوسېدونکی او بل د «هارو» مرستندویه موسسې کارکوونکی دی.
دا پېښه داسې مهال شوې چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې نښتې زیاتې شوې دي.





