• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پر شیعه‌ګانو د طالبانو فشار او د ایران لومړی غبرګون

کیومرث صمدي کیومرث صمدي
۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791298229]
Social Media

Social Media

له افغان شیعه‌ګانو سره د اړوندو ځينو بنسټونو د فعالیتونو د بندېدو او محدودېدو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقايي غبرګون، که څه هم عادي ډیپلوماتیک اعتراض بلل کېږي، په افغانستان کې د کورنیو تحولاتو، په ځانګړې توګه د شیعه‌ګانو د برخلیک په اړه د تهران د زیاتېدونکې اندېښنې نښه هم ګڼل کېدای شي. بقايي ویلي چې تهران د طالبانو د وروستیو اقداماتو په اړه راپورونه ترلاسه کړي او دا (د هغه په خبره) د اسلامي جمهوریت لپاره «ډېره مهمه» ده. هغه همداراز له طالبانو سره په دې تړاو د خبرو هم ویلي او ادعا یې کړې چې مساله به په «جدي» توګه وڅارل شي. د بقايي په څرګندونو کې د «ډېره مهمه» او «جدي» کلیمې د پام وړ دي.

اسلامي جمهوریت هم باید اندېښمن وي؛ ځکه د هغو بنسټونو له ډلې چې فعالیت یې منع شوی، ځینې یې په یو ډول نه یو ډول له ایران سره تړاو لري. د بېلګې په توګه، د کابل په لویدیځ کې د الزهرا کلینیک ته د «ایرانیانو کلینیک» هم ویل کېږي. «تبیان موسسه» هم له اسلامي جمهوریت سره نږدې اړیکې لري او مسوولان یې نه یوازې له ایران سره له پیاوړو اړیکو انکار نه کوي، بلکې پرې ویاړي هم. دغه راز د خاتم‌النبیین ټولګه هم په ځینو برخو کې له ایرانه اغېزمنه ده. کله چې دا بنسټونه اسلامي جمهوریت ته نږدې وبلل شي، تړل کېدل یې په افغانستان کې د ایران د ټولنیز – مذهبي نفوذ د یوې برخې د محدودېدو په مانا هم تعبیرېدای شي.

له دغه اړخه بیا اسلامي جمهوریت له دوه‌ګوني ننګونې سره مخ کېږي: له یوې خوا باید له طالبانو سره په تعامل کې خپلې ګټې خوندي کړي او بل پلو باید پام وکړي چې د شیعه‌ګانو د ملاتړي په توګه یې انځور، د یوې شیعه ټولنې پر وړاندې د فشار له کبله کمزوری نه شي. طالبان هم همداسې له ایران سره د خپلو اړیکو د خوندیتوب په برخه کې له یوه تناقض سره مخ دي: له یوې خوا له ایران سره د رسمي او دوستانه اړیکو غوښتونکي دي، له بلې خوا داسې کړنې کوي چې مخامخ د تهران مذهبي حساسیتونه راپارولی شي. د طالبانو له نظره، ښايي دا ډول کړنې له بهرنیو اړیکو سره تړاو ونه لري او د کورنۍ تګلارې، د ځمکو د ملکیت، د فعالیت جوازونو یا امنیتي اندېښنو په چوکاټ کې تعریف شي. خو د تهران له انده، کله چې په ډېر کم وخت کې ځينې مذهبي، ښوونیز، فرهنګي، رسنیز او روغتیايي مرکزونه تر فشار لاندې راشي، له یو بله د دغو قضیو بشپړ بېلول ستونزمن کېږي.

یوه پوښتنه چې ښايي د تهران په محاسباتو کې وي، دا ده چې ایا په افغانستان کې د طالبانو کړنې د ایران د نفوذ د کمولو او د ایران له سیمه‌ییزو سیالانو سره د اړیکو د پراخولو هڅو یوه برخه ده؟ دا اټکل بشپړ له پامه نه شي غورځول کېدای. خو داسې علني شواهد نه شته چې ادعا پرې وشي سعودي عربستان یا کوم بل هېواد طالبان هڅولي یا یې ورته لارښوونه کړې وي چې د شیعه‌ګانو اړوند بنسټونه محدود کړي. یو بل احتمال هم شته: ښايي طالبان دا تګلاره د خپلو کورنیو محاسباتو او انګېزو له مخې پرمخ بیايي. ښايي د دغو محاسباتو یوه برخه ایډیالوژیکه، یوه یې امنیتي او بله یې هم د خپلواکو نادولتي جوړښتونو له کنټرول سره تړاو ولري.

که مساله د یوه بهرني ځواک د نفوذ پایله وي، تهران یې د سیمه‌ییزې سیالۍ په چوکاټ کې مدیریتولی شي. خو که اصلي سرچینه یې د طالبانو تګلارې، ایډیالوژیک لیدلوری او د حکومتولۍ جوړښت وي، ایران له بنسټیزې ستونزې سره مخ کېدای شي؛ داسې چې یوازې پر یوه بهرني لوبغاړي د فشار له لارې نه شي حلېدای.

البته د تحولاتو وخت هم ډېر ارزښت لري. ایران په داسې شرایطو کې له دې مسالې سره مخ شوی چې له سختو بهرنیو فشارونو، د جګړې له پایلو، د جګړې د بیا پیل له ګواښ او له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او هممهاله هڅه کوي له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې وساتي. ښايي طالبان په داسې شرایطو کې دې پایلې ته رسېدلي وي چې د ایران د سخت غبرګون وړتیا د پخوا پرتله محدوده شوې ده.

البته دا تر ډېره دا مانا نه لري چې طالبان له ایران سره مخامخېدل غواړي. برعکس، ښايي د کابل محاسبه دا وي چې ایران له طالبانو سره اړیکو ته اړتیا لري او له همدې امله به د شیعه‌ګانو پر وړاندې د دې ډلې د ځینو کړنو په اړه له زغمه کار اخلي. که داسې محاسبه وي، پر شیعه بنسټونو فشار د کورنیو موخو ترڅنګ، بله کارکړنه هم لرلی شي: د تهران د زغم کچې سنجول.

تهران ته خبره له همدغه ځایه پېچلې کېږي. ایران نه شي کولی طالبان په خپلو ختیځو پولو کې پر فعال دوښمن بدل کړي او نه کولی شي چې د شیعه بنسټونو پر وړاندې د پراخو فشارونو په مقابل کې له سیاسي لګښت پرته چوپتیا غوره کړي.

پر طالبانو بې کچې فشار هم دوه ‌اړخیزې اړیکې زیانمولی شي. په دې سره ښايي طالبان عربي او لوېدیځو هېوادونو ته مخه کړي. خو ډېر انفعال هم خپل لګښت لري. که تهران د شیعه بنسټونو پر ځنډولو چوپ پاتې شي، ښايي داسې برداشت رامنځته شي چې ګواکې نورو اړتیاوو یې پر مذهبي ژمنو برلاسی موندلی دی. دا اسلامي جمهوریت ته چې ځان په نړۍ کې د شیعه‌ګانو مدافع ګڼي، پایلې لري.

په دغه چوکاټ کې بیا د «فاطمیون» په اړه وروستي راپورونه هم د پام وړ دي؛ که څه هم په دې برخه کې دې له بېړنیو پایلو او قضاوتونو ډډه وشي. په سیستان او بلوچستان کې د فاطمیون ځواکونو د حضور په اړه راپورونه خپاره شوي دي. مشهور سني دیني عالم مولوي عبدالحمید هم په دې تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. البته له دغو راپورونو دا پایله نه شي ترلاسه کېدای چې ایران حتماً له طالبانو سره د مقابلې لپاره فاطمیون چمتو کوي.

خو د دغو راپورونو هممهالوالی او پر افغان شیعه بنسټونو د فشار زیاتېدل، د ارزونې وړ فرضیه رامنځته کوي: ښايي تهران د ډیپلوماتیکې لارې ترڅنګ هڅه کوي چې د لا ناوړو سناریوګانو د مخنیوي او د بازدارندګۍ غوراوي هم خوندي وساتي. که داسې هم وي، دا تر ډېره د جګړې لپاره د چمتووالي مانا نه لري او د «احتیاطي بازدارندګۍ» په ډول تعبیریدای شي؛ یعنې که پر شیعه‌ګانو فشار له یوې ټاکلې کچې واوړي، طالبانو ته به یې لګښت زیات شي.

لنډه دا چې بقايي د مسالې د ارزښت او د جدي څار خبره وکړه، خو د «تنبیهي اقداماتو» یا له طالبانو سره د اړیکو د کچې د بدلون په اړه یې څه ونه ویل. له همدې امله، په لنډمهاله توګه تر ټولو محتمله لار ډیپلوماتیک فشار، له طالبانو سره خبرې او هڅه به وشي چې د بنسټونو د تړل کېدو له پراخېدو مخنیوی وشي. د بېلګې په توګه، ښايي د الزهرا کلینیک بېرته پرانیستل لومړنۍ نښه وي چې خبره د فشار او خبرو له لارې مدیریت کېدای شي. خو که دا لار پایله ورنه کړي، د تهران محاسبه به سخته شي. هغه مهال به ایران اړ وي له دوو انتخابونو یو غوره کړي: پر طالبانو فشار او له کابل سره د اړیکو د کمزوري کېدو له خطر سره مخ کېدل، یا زغم او په افغانستان کې د شیعه‌ګانو ترمنځ د خپل اعتبار کمول.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په غور کې بېوزلي او سیمه‌ییز دودونه؛ جبري ودونه مخ پر زیاتېدو دي
راپورونه

په غور کې بېوزلي او سیمه‌ییز دودونه؛ جبري ودونه مخ پر زیاتېدو دي

۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793274776]
د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی
راپورونه

د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793274582]
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تریاکو د تولید د پنځه برابره زياتېدو خبر ورکړ
خبرونه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تریاکو د تولید د پنځه برابره زياتېدو خبر ورکړ

۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793273896]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د پاکستان په لیلام کې د افغان سوداګرو پانګه؛ د طالبانو د سیاستونو بیه څوک پرې کوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د یوې بانکي تراژیدۍ خواشینوونکی پای؛ طالبان کابل بانک له «افغان ملي بانک» سره یوځای کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.