۸صبح، کابل: د طالبانو رییسالوزرا ملا محمدحسن اخوند د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره په لیدنه کې د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پنجشنبه د لړم پر ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم حضور درلود.
ملا محمدحسن اخوند افغانستان ته د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال سفر د دواړو لورو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.
هغه ویلي چې په افغانستان کې امنیت او ثبات د پانګونې لپاره وړ شرایط چمتو او د همکاریو ښه فرصتونه یې رامنځته کړې دي.
نوموړي د روسیې له لوري د طالبانو له رسمیت پېژندلو هرکلی کړی او دا یې د طالبانو پر راتلونکي د مسکو د باور نښه بللې ده.
ورته مهال د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړې ده.






