۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د افغانستان په سویل کې لوږه او خوارځواکي په پراخېدو ده.
نوموړي سازمان سهشنبه د لړم پر ۱۲مه راپور ورکړی چې ځينې کورنۍ د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره، خپلې خوراکي وعدې کمې کړې دي.
اوچا زیاته کړې چې د مالي سرچینو په کمښت، ځينې هغه کورنۍ چې کولی شي د اړتیا وړ مرستې ترلاسه کړي، کمې شوې دي.
دغه سازمان ټينګار کړی چې زیانمنې کورنۍ نه یوازې د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خوراکي توکو ته اړتیا لري، بلکې په راتلونکي کې دې د معیشت د ډاډمنولو او پر ځان بسیا کېدو لپاره هم فرصتونه ورته برابر شي.
افغانستان له پراخو بشري ننګونو سره مخ دی او اوچا مخکې هم د بېړنۍ بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه، څو حیاتي مرستې تر زیانمنو او هغو کورنیو ورسېږي چې ډېره اړتیا ورته لري.





