۸صبح، هرات: د طالبانو له خوا پر ښځو له کاري محدودیتونو وروسته په هرات کې ځينې ښځې چې مخکې یې په دولتي ادارو، موسسو او خصوصي برخو کې دندې لرلې، د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره یې کوچنیو کاروبارونو او سوداګرۍ ته مخه کړې ده.
د دغو ښځو ځينو یې چهارشنبه د زمري پر ۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دندو له لاسه ورکولو وروسته یې په کمې پانګې، خیاطۍ، د جامو پلورلو، لاسي صنایعو او د کورنیو خوراکي توکو د تولید په برخو فعالیتونه پیل کړي دي.
د هغوی په خبره، د پانګې کمښت، د خلکو د پېر ځواک کمزورتیا او د اړین بازار نشتوالي یې اقتصادي فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي دي.
دا ښځې وايي چې د ښځو پر کار بندیز او د ملاتړ نشتوالي یې د کاروبار د پرمختګ کچه راټيته کړې او اوسنی عاید یې د کورنۍ لګښتونه نه شي پوره کولی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي و چې ګڼو افغان ښځو ته د سوداګرۍ پیل د عاید ترلاسه کولو له پاتې محدودو لارو څخه یوه ده.
نوموړي بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو له خوا د مدیریت کېدونکو کاروبارونو د شمېر زیاتوالی، هغوی ته د ډېرو فرصتونو د برابرېدو مانا لري.





