۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې د کابل ښار په شمال کې یې د «غیبي بابا» ښارګوټي اړوند څه باندې ۵۳۲ جریبه ځمکه راګرځولې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت سه شنبه د چنګاښ پر ۲۴مه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې دغه ځمکه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د ځانګړې محکمې له خوا د اسنادو او مدارکو له څېړلو وروسته، بېرته راګرځول شوې ده.
د طالبانو د خبرتیا له مخې، په دغه ښارګوټي کې د څه باندې ۱۰۴۲جریبه ځمکې اسناد او لاسوندونه څېړل شوي دي.
د غیبي بابا ښارګوټی د کابل ښار په شمال کې د خیرخانې کوتل په سیمه کې موقعیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم په کابل کې د یو شمېر ښارګوټو ځمکې بېرته راوګرځولې او وروسته یې اعلان وکړ چې د دغو سیمو د استوګنې نمرې به بېرته پر خپلو اصلي مالکانو وپلورل شي.





