۸صبح، کابل: د درېیو ورځو له تېرېدو وروسته، طالبانو ادعا کړې چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د ډزو عامل یې نیولی دی.
د طالبانو ډلې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد، دوشنبې د لیندۍ په څلورمه، په یوه ټویټ کې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید لامل د نیولو خبر ورکړی دی.
مجاهد ادعا کړې چې د دوی د پلټنو له مخې دا برید د داعش او «بغاوت کوونکو» ګډ کار و.
نوموړي چې ددغه کس نوم او انځور یې نه دی خپور کړی ویلي یې دي چې د پاکستان پر سفیر د ناکام برید عامل بهرنی دی.
خو د طالبانو ویاند د بریدګر د هېواد نوم نه دی اخیستی او زیاته کړې یې ده چې لا هم پلټنې روانې دي. د هغه په وینا په دې برید کې «بهرني لاسونه» ښکېل دي.
د جمعې ورځې مازدیګر مهال په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني چې د سفارت په انګړ کې د ګرځېدو په حال کې و له برید سره مخ شو. که څه هم هغه ته زیان نه دی رسېدلی، خو یو ساتونکی یې ټپي شو.
داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.