که بدخشان همداسې د نښتو ډګر پاتې شي، طالبانو ته به سخته وي چې دا ولایت د پخواني او اوسني چلند له مخې اداره کړي؛ غیربومي طالبانو ته د واک سپارل او له صحنې د ځايي ځواکونو شړل. له همدې کبله به اړ شي چې د بدخشان د وضعیت د مدیریت لپاره نوې پرېکړې وکړي. که نن طالبانو ته په بدخشان کې د یوې محدودې جګړې مهارول مساله وي، ښايي په راتلونکو ورځو کې د یوه سخت ناارامه ولایت اداره کول ورته پر سترې ننګونې واوړي. په دې سره به طالبان له دوو غوراویو سره مخ شي: ۱ – پر غیرمحلي ځواکونو د تکیې له لارې د اوسني وضعیت ساتل؛ ۲ – ځايي طالبانو ته د محلي ادارې سپارل. البته د دا دوه غوراوي خپلې ځانګړې ګټې او زیانونه هم لري.
که طالبان وغواړي په بدخشان کې د محلي ادارې اوسنی جوړښت وساتي، ناچاري دي چې د خپلو مخالفانو د کابو کولو لپاره لا هم پر هغو غیرمحلي پښتنو ځواکونو چې له رژیم سره وفاداره دي، تکیه وکړي. دا غوراوی د طالبانو له انده مهمه ګټه لري: وفاداري. غیرمحلي ځواکونه د ځایي ځواکونو برعکس، د طالبانو له رژیم سره ژور تړاو لري او له مخالفانو سره د معاملې، بې پرېتوب او خواخوږي اټکل یې ډېر کم دی. دا ځواکونه د طالبانو رژیم ته باوري تکیه ګڼل کېږي؛ ځکه د قومي انګېزې له مخې هم چمتو دي چې د رژیم د بقا لپاره تر وروستۍ سلګۍ جګړه وکړي.
لومړنی غوراوی خپل زیانونه هم لري چې د خلکو او رژیم ترمنځ د واټن زیاتېدل یې مهم هغه دی. څومره چې د غیرمحلي ځواکونو حضور پیاوړی کېږي، د بدخشان د اوسېدونکو تر منځ به دا احساس پیاوړی شي چې ولایت یې د خپلو بچیانو لهخوا نه، بلکې د هغو لهخوا اداره کېږي چې نه له ځایي ټولنې سره تړاو لري او نه یې هم په سمه توګه پېژني. دا احساس چې ان په عادي شرایطو کې هم حساسیت راپاروي، په داسې وضعیت کې چې د طالبانو مخالفان فعال شوي، هغوی ته د «ټولنیزې پانګې» حکم لري. دغه راز محلي طالبانو ته به دا پیغام ورکړي چې ان په بېړني حالت کې هم د باور وړ نه دي. دا ډول برداشت د ځایي کسانو ترمنځ د ناهیلۍ او څنډې ته د شړل کېدو احساس لا پیاوړی کوي او د رژیم د دفاع لپاره یې لېوالتیا کموي. سربېره پر دې، له جغرافیې سره بلدتیا هم ډېر ارزښت لري. غیربومي ځواکونه، که څومره هم له ایډیولوژیک پلوه وفادار او جګړه مار وي، له داسې جغرافیې سره مخ دي چې پکې بلد نه دي؛ هغه هم له درو، غرونو، دنګو سیمو، غرنيو، تنګو، خطرناکو او سختو لارو ډکه. کوم ځواکونه چې وفادار وي، ډېره اغېزمنتیا نه لري. هغوی بېپروا جګړه کوي، خو له سیمې سره نابلدتیا، له ناپېژندل شوي چاپېریاله وېره، پر ځایي لارښود سخته تکیه او د دوست او دوښمن ترمنځ د توپیر ستونزه یې حضور بې اغېزې کولی شي. په چریکي جګړو کې برلاسی ډېری مهال له هغه ځواک سره نه وي چې ډېرې وسلې لري، له هغه ځواک سره وي چې غرونه، درې او د تېښتې لارې ښې پېژني.
دویم غوراوی (ځایي طالبانو ته د محلي ادارې سپارل) هم طالبانو ته خپلې ګټې لري، لکه دا چې بومي ځواکونه د غیربومي خلاف، د بدخشان جغرافیه ښه پېژني. هغوی په هماغو غونډیو، درو او غرونو کې لوی شوي چې اوس د جګړې په ډګر بدل شوي دي. په چریکي جګړو کې بیا کله کله دا ډول بلدتیا د سرتېرو له شمېر او پوځي تجهیزاتو هم ډېره مهمه وي. سربېره پر دې، بومي طالبانو ته د لا ډېرو مسولیتونو سپارل، کولی شي د ټولنیزو حساسیتونو یوه برخه راکمه کړي. هغه ولایت چې تر ډېره پکې تاجکان مېشت دي، که حکومت د هماغه ولایت له څېرو څخه د چارو د ادارې لپاره ترې کار واخلي، لږ تر لږه دا چانس لري چې د نارضایتۍ شدت راکم کړي. سربېره پر دې، طالبان کولی شي وښيي چې ګواکې رژیم یې یوازې د پښتنو په انحصار کې نه دی، بلکې غیرپښتانه هم پکې ونډه لري. که څه هم په یوه ولایت کې د ګډون ډاډمنول د ټول واقعیت استازیتوب نه کوي، خو له تبلیغاتي پلوه د طالبانو په ګټه تمامېږي.
البته دویم غوراوی هم له یوې جدي ستونزې سره مخ دی: بېباوري. اصلي ستونزه دا نه ده چې بدخشاني طالبان د جګړې وړتیا نه لري؛ برعکس، هغوی د سیمې له جغرافیې سره د بلدتیا له امله، د غیربومي ځواکونو پرتله ډېر اغېزمن دي. مساله دا ده چې د طالبانو رژیم پر بومي طالبانو بشپړ باور نه شي کولی. څومره چې د یوه پوځي قوماندان اړیکه د خپل ژوند له چاپېریال سره ژوره وي، هماغومره د قومي، کورنیو، سیمهییزو او… ټولنیزو اړیکو تر اغېز لاندې راځي. د طالبانو له انده، احتمالي ګواښ د مخالفانو له لیکو سره د یوه ځايي قوماندان یو ځای کېدل نه دي؛ بلکې لوی ګواښ د جنګ کولو ارادې سستېدل دي. طالبان اندېښمن دي چې بومي ځواکونه به له مخالفانو سره د قومي، ژبنیو، سیمهییزو او… مشترکاتو له امله، په هماغه شدت ونه جنګېږي چې څنګه غیرمحلي ځواکونه جنګېږي. ان که تر منځ یې هېڅ ډول معامله هم نه وي، د طالبانو رژیم ته همدا شک بسنه کوي چې ځایي طالبانو ته د احتیاط په سترګه وګوري.
په پایله کې طالبان په بدخشان کې له یوې خطرناکې دوهلارې سره مخ دي: وفاداره خو نااشنا محلي ځواکونه، او اغېزمن خو بې باوره محلي ځواکونه. له همدې امله، بدخشان په اوسنیو شرایطو کې او په ځانګړې توګه که وضعیت لا پسې خراب شي، د طالبانو د حکومتولۍ لپاره پر یوې مهمې ازموینې بدل شي.
داسې لیدل کېږي چې طالبان تر ډېره لومړي غوراوي ته لېواله دي؛ یعنې په بدخشان کې د اوسني اداري جوړښت ساتلو ته چې د ولایت اداره تر ډېره پر غیرمحلي ځواکونو ولاړه وي؛ ان که دا پرېکړه د رژیم او ځایي ټولنې ترمنځ واټن هم زیات کړي. د رژیم له انده، د ټولنیزې نارضایتۍ د زیاتېدو لګښت ښايي تر هغه خطر لږ وي چې پر محلي ځواکونو یې د بېباورۍ له امله احساسوي. غوره ګڼي چې له هغو قوماندانانو سره مخ وي چې له جغرافیې سره بشپړه بلدتیا نه لري، خو وفادار دي، نه له هغو ځواکونو سره چې سیمه ښه پېژني، خو د سیال له خوا یې د تطمیع احتمال شته.
طالبان د دغې تګلارې د ټولنیز لګښت کمولو لپاره د منځلارې حل په لټه دي: په حساسو شېبو کې له فصیحالدین فطرت څخه کار اخیستل. فطرت چې له یوې خوا د طالبانو مشر ته باوري کس او بل د بدخشان دی، کولی شي د ځایي خلکو د حساسیتونو یوه برخه راکمه کړي. له همدې امله که په بدخشان کې یوه مرمۍ هم وتوغول شي، یا د مخالفت کوم غږ پورته شي، تر ډېره هغه له کابل څخه د دغه ولایت تر ټولو لرې سیمو ته لېږي.





