۸صبح، کابل: د طالبانو چارسمبالي حکومت د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیک په غبرګون کې ویلي، د افغانانو له مشروع حق څخه انکار او د فشار په توګه یې کارول ګټه نه کوي او کوم قانوني بنیاد هم نه لري.
د طالبانو د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سهشنبې پر ورځ د لیندۍ پر شپاړسمه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، اوسنی حکومت د یو مسوول نظام په توګه پر ټوله خاوره واکمن دی او خلکو ته یې ډاډمن امنیت رامنځته کړی، له همدې کبله يې دا مشروع حق دی، چې ملګرو ملتونو کې د افغانانو استازیتوب وکړي.
نوموړي ویلي، ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د داسې چا په لاس کې پاتې ده، چې له مرکز سره هېڅ ډول کاري تړاو نه لري.
بلخي زیاته کړې، پخوانی حکومت د هېواد د قلمرو په هېڅ برخه حاکميت نه لري او دا د افغانانو پر مشروع حق سترګې پټول دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې د افغانانو له مشروع حق څخه انکار د فشار په توګه کارول ګټه نه کوي او هېڅ ډول قانوني بنياد نه لري.
دا څرګندونې داسې مهال راځي، چې تېره ورځ ملګرو ملتونو د یو پرېکړهلیک په صادرولو سره د طالبانو د چارسمبالي حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر وځنډاوه. نوموړي سازمان، د طالبانو حکومت له لوري وړاندیز شوی استازی هم ونه مانه.