۸صبح، کابل: نورستان کې ځايي سرچینو منلې، چې د نورستان امنیې قوماندانۍ یو پخوانی سرتېری حنیفالله سرجنګ د نامالومه وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د سرچینو په خبره دا پخوانی افسر د دوشنبې پر ورځ د لیندۍ پر پنځلسمه د کونړ-نورستان پر لاره د «ننګلام» په سیمه کې نامالومه وسلهوالو په ډزو وژلی دی.
د دغه پخواني افسر خپلوان د دې خبر په تایید سره ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې حنیفالله سرجنګ کونړ ته د سفر پر مهال وژل شوی دی.
طالبانو تراوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.
له دې وړاندې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، چې تېرو درېیو میاشتو کې د پخواني حکومت ۱۰۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.