تمنا په ایران کې زېږېدلې، همالته لویه شوې، ښوونځي ته تللې، زدهکړې یې کړې او پوهنتون یې پای ته رسولی دی. کوڅې، واټونه، ښوونځی او پوهنتون، ټول په هغه هېواد کې د هغې د ماشومتوب او پیغلتوب د خاطرو یوه برخه ده چې بلا عمر یې پکې تېر کړی دی. هغې هېڅکله افغانستان له نږدې نه و لیدلی؛ هغه هېواد چې نوم یې د کورنۍ د غړو له خولې اورېدلی او انځور یې په خبرونو او د ټلویزیون پر پرده لیدلی و. څومره چې لویېده، پوهېده چې په یوه خاوره کې زېږېدل او لویېدل تل د دې مانا نه لري چې انسان به په هماغه خاوره کې د منل کېدو حق ولري.
تمنا وایي په ایران کې مخکې له دې چې د یوې زدهکوونکې یا محصلې په توګه وپېژندل شي، د یوې کډوالې په سترګه ورته کتل کېدل. هغې زدهکړې کولې، ازموینې یې ورکولې او د راتلونکې لپاره یې هڅې کولې؛ خو د کډوالې سیوری یې هېڅکله له ژونده نه لرې کېده. کله چې د ښوونځي کلونو په اړه غږېږي، داسې یوه جمله وایي چې د ژوند ټوله تجربه یې پکې نغښتې: «زه هېڅکله یوازې د ښوونځي زدهکوونکې نه وم؛ تل کډواله زدهکوونکې وم. هېڅکله یوازې محصله نه وم؛ کډواله محصله وم.»
د تمنا لپاره کډوالي یوازې د هویتي اسنادو یوه کلمه نه وه؛ د ورځني ژوند یوه برخه یې وه. نوموړې په هغه هېواد کې زېږېدلې وه چې کورنۍ یې هم له کلونو راهیسې پکې اوسېده، بیا یې هم داسې احساس کاوه چې په بشپړ ډول له هغه هېواد سره تړاو نه لري. هر وار به یې چې غوښتل د راتلونکې په اړه خبرې وکړي، د کډوالۍ او د استوګنې د وضعیت ستونزه به د سیوري په څېر ورسره مله وه.
هغې د انجنیري پوهنځی ولوست او دغه پړاو ته د رسېدو لپاره یې کلونه هڅې وکړې. له ماشومتوبه تر پوهنتونه یې د زدهکړو ټوله لار په ایران کې تېره شوه؛ خو د لارې په پای کې یې د ارام او د تړاو احساس ترلاسه نه کړ. تمنا وایي، په ایران کې د کډوالو د ژوند له شرایطو ستړې شوې وه او نور یې نه غوښتل چې ټوله راتلونکې یې د داسې هویت تر سیوري لاندې تېره شي چې خپله یې نه و غوره کړی.
غوښتل یې په داسې ځای کې ژوند وکړي چې کله ترې د زدهکړو، کار او راتلونکې په اړه پوښتنه کېږي، د ځواب پر مهال یې لومړی د کډوالۍ خبره راپورته نه شي. غوښتل یې یوازې خپله اوسي؛ هغه نجلۍ چې زدهکړې یې کړې، انجینري یې لوستې او غواړي د ژوند د جوړولو لپاره له خپلو وړتیاوو ګټه پورته کړي.
له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې ایران پرېږدي او داسې هېواد ته لاړه شي چې هلته وتوانېږي د پردیتوب له احساس پرته نوی ژوند پیل کړي. دا پرېکړه اسانه نه وه. تمنا هوډ وکړ چې له خپلې کورنۍ پرته او په قاچاقي لارو د ترکیې تر پولې لاړه شي. دا سخت سفر و چې هیله یې لرله، یوې غوره راتلونکې ته به یې نږدې کړي.
خو سفر هغسې ونه شو چې تمه یې لرله. هغه په لار کې ونیول شوه او په پایله کې یې په ایران کې د استوګنې کارت هم بې اعتباره شو. په پای کې د دې پر ځای چې کوم بل هېواد ته ورسېږي، بېرته افغانستان ته ولېږل شوه؛ هغه هېواد ته چې هېڅکله یې له نږدې نه و لیدلی.
افغانستان ته ستنېدل یې، کور ته بېرته ګرځېدل نه و؛ داسې نااشنا خاورې ته ننوتل و چې تمه نه کېده هلته به یې لومړنۍ تجربه له یوازیتوب، اندېښنو او محدودیتونو سره مله وي. هغه داسې وخت کې افغانستان ته ستنه شوه چې طالبان یو وار بیا پر هېواد واکمن و او د ښځو پر زدهکړو، کار او تګ راتګ محدودیتونه لګېدلي و.
تمنا له څه باندې یو کال راهیسې په افغانستان کې ژوند کوي؛ هغه هېواد چې نوم یې په اسنادو او هویت کې شته، خو د ماشومتوب او پیغلتوب هېڅ خاطره ورسره نه لري. هغه له خپل یو خپلوان سره ژوند کوي او هڅه کوي په هره ممکنه لار بېرته ایران ته ستنه شي؛ هلته چې زېږېدلې، لویه شوې، زدهکړې یې کړې او کورنۍ یې لا هم هلته ژوند کوي.
د افغانستان ژوند ورته اسانه نه دی. تمنا د هغو ورځو په اړه غږېږي چې په کور کې یې تېروي او د هغو اسانتیاوو یادونه کوي چې لاسرسی ورته نه لري. هغه د ژمي له سړو او د اوړي له ګرمۍ، د تګ راتګ له ستونزو او هغو محدودیتونو شکایت کوي چې د ښځو پر جامو او په ټولنه کې یې پر حضور لګول شوي دي. تمنا چې کلونه یې د زدهکړو او فردي خپلواکۍ د ترلاسي لپاره هڅې کړې، اوس ان د یوې دندې موندلو لپاره هم له ګڼو خنډونو سره مخ ده.
تمنا وايي: «ما کلونه زدهکړې وکړې، پوهنتون ته لاړم او د انجینرۍ پوهنځی مې ولوست؛ خو دلته ان د ځان لپاره د یوې دندې په موندلو هم نه یم توانېدلې. ډېری ورځې په کور کې تېروم. داسې احساس کوم، لکه ټول هغه کلونه مې د راتلونکې لپاره هڅې او زحمتونه ګاللي، په درد مې نه دي لګېدلي.»
د هغې نجلۍ لپاره چې د عمر ډېره برخه یې په ښوونځي او پوهنتون کې تېره کړې، په کور کې پاتېدا یوازې د دندې نه لرلو په مانا نه دي، له هغه ژونده د لرې پاتېدا مانا لري چې ځان یې چمتو کړی و. تمنا غواړي کار وکړي، له خپلې پوهې او مهارتونو ګټه واخلي او د هرې بلې ښځې په څېر د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي؛ خو په افغانستان کې لګېدلو محدودیتونو یې فرصتونه محدود کړي دي.
هغه د ایران او افغانستان د ژوند ترمنځ د توپیر په اړه غږېږي؛ دا چې په ایران کې که څه هم د کډوالۍ له ستونزو سره مخ وه، په ښوونځي او پوهنتون کې یې د زدهکړو چانس درلود؛ خو په افغانستان کې بیا که څه هم د دغه هېواد تبعه ده، د کار موندلو او خپلواک ژوند جوړولو په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ ده.
دا وضعیت د تمنا لپاره تریخ تناقض دی: په ایران کې زېږېدلې او لویه شوې، خو تل د کډوالې په توګه پېژندل شوې؛ افغانستان ته راغله، په دې هیله چې ښايي هلته د ژوند لپاره یو ځای ومومي، خو دلته هم نه ده توانېدلې هغه ژوند جوړ کړي چې غواړي یې.
هغه وايي: «په ایران کې سره له دې چې ټول عمر مې پکې تېر کړی، تل مې داسې احساس کاوه چې خلک راته د یوې کډوالې په سترګه ګوري. دلته هم چې راغلې یم، له داسې محدودیتونو سره مخ یم چې د عادي ژوند اجازه نه راکول کېږي. یوازې غواړم په داسې ځای کې ژوند وکړم چې وتوانېږم زدهکړې وکړم، کار وکړم او د راتلونکې لپاره خپله پرېکړه وکړم.»
کله چې تمنا په افغانستان کې د ورځني ژوند په اړه خبرې کوي، تر ډېره د ورځو له تکراره ستړې ښکاري؛ سهار چې پیلېږي او شپې چې بې له کوم بدلونه پای ته رسېږي. هغې چې یو مهال به یې له کوره تر ښوونځي او پوهنتون پورې لار وهله او خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره به یې پلانونه جوړول، اوس د خپل وخت ډېره برخه په کور کې تېروي. نه داسې دنده لري چې ورځو ته یې مانا ورکړي او نه هم اړین امکانات چې له خپلو زدهکړو ګټه واخلي.
تمنا غواړي بېرته ایران ته ستنه شي؛ هغه ځای ته چې کورنۍ یې پکې ژوند کوي او د ماشومتوب او پیغلتوب ټولې خاطرې یې ورسره تړلې دي. هغې ته ایران ته بېرته ستنېدل یوازې یوه هېواد ته د بېرته ګرځېدو مانا نه لري؛ بلکې د هغه ژوند د بېرته ترلاسي هڅه ده چې د خوښې خلاف ترې بېله شوې ده.
خو هغه څه چې د تمنا روایت تریخوي، دا ده چې هغې په دغو دوو هېوادونو کې د تړاو او امنیت ساده احساس نه دی تجربه کړی. په ایران کې که څه هم هلته زېږېدلې او لویه شوې، تل د یوې کډوالې په توګه پېژندل کېده؛ په افغانستان کې بیا که څه هم له دغې خاورې سره هویتي تړاو لري، ټولنیزو محدودیتونو، د کاري فرصتونو او د خپلواک ژوند د جوړولو امکاناتو نشتوالي په کور کې ایساره کړې ده.
کله چې د تمنا پر کیسې غور کوم، پوښتنه راته دا نه ده چې هغه له کوم هېواد سره تړاو لري؛ بلکې دا ده ولې یوه نجلۍ چې کلونه یې زدهکړې کړې، پوهنتون یې لوستی او د کار وړتیا لري، د یوه عادي ژوند د لرلو لپاره دومره لالهانده وي؟
تمنا د دوو هېوادونو ترمنځ ایساره پاتې؛ یو هغه ځای چې پکې زېږېدلې او لویه شوې، خو تل کډواله وه، او بل هغه هېواد چې بېرته ور ګرځول شوې، خو هلته ونه توانېده هغه ژوند پیل کړي چې غوښتل یې. هغه نه غواړي یوازې د یوې کډوالې په توګه وپېژندل شي او نه هم غواړي خپلې ټولې ورځې په کور کې له کار او ټولنیز ژونده لرې تېرې کړي.
ښايي د تمنا د کیسې تر ټولو تریخ اړخ همدا وي؛ هغې کلونه زدهکړې وکړې، څو ځانته راتلونکې جوړه کړي، خو اوس د داسې ځای په لټه ده چې اجازه ورکړي له خپلې پوهې او وړتیاوو ګټه واخلي. هغه له ایرانه د خاطرو د نه لرلو له کبله لاړه نه او افغانستان ته هم د خاطرو د لرلو له امله ستنه نه شوه؛ برخلیک نوموړې له هغه ځایه جلا کړه چې ټول عمر یې پکې تېر کړی او داسې هېواد ته یې راوسته چې ورته نااشنا و.
تمنا لا هم هیله لري چې یو ورځ به بېرته ایران ته ستنه شي؛ خپلې کورنۍ ته او هغه ځای ته چې د ژوند خاطرې پکې لري. خو تر هغې ورځې یې په افغانستان کې ورځې شپې په انتظار تېرېږي؛ د داسې فرصت په تمه چې یو وار بیا وتوانېږي له خپلو زدهکړو او وړتیاوو ګټه واخلي، کار وکړي او د کډوالۍ له سیوري او هغو محدودیتونو ځان لرې کړي چې ژوند یې ایسار کړی دی.






