۸صبح، کابل: د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف سره لیدلي دي.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دوشنبه د زمري پر ۵مه په خپرې کړې اعلامیې کې لیکلي چې دواړو غاړو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د اعلامیې له مخې د ازبکستان مرستیال لومړي وزیر ویلي چې تاشکند د کرنیزو محصولاتو د تولید، د کرنیزو حاصلاتو د پروسس او د ګډو پروژو د پلي کولو په برخو کې همکارۍ ته چمتووالی لري.
دواړو غاړو د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې پر شته فرصتونو، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د ګډو پروژو پر پلي کولو هم خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له ازبکستان سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړې دي.




