۸صبح، کابل: سلګونه افغانان د کرښې په اوږدو کې افغانستان د بېرته ستنېدو په تمه دي، په داسې حال کې چې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د نښتو زیاتوالي د هغوی د امنیت او ژوند په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.
رویټرز پنجشنبه د غويي پر ۱۰مه راپور ورکړی چې له پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ دوام لري او د هغوی ګڼ يې په دروازو کې افغانستان ته د اوښتلو په تمه دي.
د راپور له مخې، پاکستان له ۲۰۲۳ کال څخه تر اوسه څه باندې دوه میلیونه افغانان ایستلي او یوازې هغوی چې قانوني اسناد لري، په دغه هېواد کې د پاتې کېدو اجازه لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي چې پر کونړ د پاکستان په وروستیو بریدونو کې څلور کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
په کرښه کې ایسار افغانان وايي چې ډېرې ورځې بېرته ستنېدو ته په تمه دي او اصلي اندېښنه یې امنیتي او افغانستان ته په راستنېدو د خپلو اولادونو زدهکړې دي.
اسلام اباد بیا ادعا کوي چې ځينې ورانکاره ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي، خو طالبانو تل دا ډول ادعاوې رد کړې او هغه یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.





