۸صبح، بدخشان: له بدخشانه سرچینې وايي چې د طالبانو لېږل شویو جنګیالیو په شکي، نسي او مایمی ولسوالیو کې بېلابېلې پوستې جوړې کړې دي او د خلکو تګ راتګ یې په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې نیولی دی.
دغو سرچینو دوشنبه د چنګاښ پر ۱۵مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دندو او د ولسوالۍ بازارونو ته د عامو خلکو تګ راتګ کم شوی او ولس له دغه وضعیته ناخوښ دی.
د معلوماتو له مخې، د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعهخان فاتح جنګیالي هم د شکي ولسوالۍ په ماهنو کلي، په شاخدره کلي، له نسي ولسوالۍ بهر په جويدره کې او د دغې ولسوالۍ په برنۍ برخه په دلواخ کلي کې ځای پر ځای شوي دي.
ویل شوي چې د طالبانو لېږل شوي جنګیالي پلان لري څو په جمعهخان فاتح پورې تړلي کسان بېوسلې کړي، خو تر اوسه د دواړو لورو له خوا هیڅ ډول اقدام نه دی شوی.
د سرچینو په وینا، د جمه خان فاتح د وروڼو په ګډون په هغه پورې اړند د سرو زرو د مافیا له ولسوالۍ وتلي او دغه ناراضي طالب قوماندان ته ورغلي دي او خپل شخصي او دولتي موټر یې هم له ځان سره وړي دي.
د تازه معلوماتو پر بنسټ، نن سهار د ماهنو او جامرچ کلیو یو شمېر خلک له جمعهخان فاتح سره یوځای شوي دي او دغه راز د طالبانو چورلکو د فاتح تر کنټرول لاندې سیمو د څارنې لپاره شاوخوا نیم ساعت د نسي ولسوالۍ په لوړو برخو کې ګزمې کړې دي.
په بدخشان کې وضعیت له څو اونیو راهیسې له جمعهخان فاتح سره د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو له امله کړکېچن دی او په وروستیو ورځو کې د دغې ډلې د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په ګډون د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو بدخشان ته سفرونه کړي دي.





