• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

امریکایان لاړل، خو ولس شته

شننه: حبیب حمیدزاده، ژباړه: وحید هوتک

شننه: حبیب حمیدزاده، ژباړه: وحید هوتک شننه: حبیب حمیدزاده، ژباړه: وحید هوتک
۱۶ زمری/اسد ۱۴۰۰ - ۷ اګست ۲۰۲۱ [t_time:1628338886]

د امریکایي سرتېرو له وتلو سره هممهاله طالبانو په بېړه د دولت تر ولکې سیمې لاندې کړې. طالبانو ۲۰۰ ولسوالۍ ونیولې. له ډېرو ولسوالیو دولت شاتګ وکړ. د ولسوالیو تر پرله پسې سقوط وروسته، طالبانو ویلي، چې په څو اوونیو کې ټول افغانستان نیولی شي.اوسمهال دغه ډله په پنځو لویو او ستراتیژیکو ښارونو کې له امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو سره په جګړه کې ده. امنیتي ځواکونه له طالب اورپکو سره په تالقان، هرات، کندهار، هلمند او شبرغان ښارونو کې په مخامخ جګړه بوخت دي. کندهار کې سرچینو ویلي، طالبانو په تېره یوه میاشت کې ۹۰۰ کندهاریان وژلي دي. د وروستیو اونیو جګړو له کبله، په تخار او نورو ولایتونو کې ګڼې ودانۍ ویجاړ شوې دي. جګړه هره ورځ، مړي او ټپیان پرېږدي او د جبران وړ نه ده. د ملي دفاع وزارت په خبره، هرو څلورویشت ساعتونو کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ طالب وسله وال تلفات لري.

د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو انګېرله، چې دولت به وپرځېږي او پر افغانستان به بیا واکمن شي. اوسمهال په ټولو لویو ښارونو کې ولس د امنیتي ځواکونو تر څنګ د دې ډلې پر وړاندې جنګېږي. له هراته د اسماعیل خان په مشرۍ د «الله اکبر» نعرو غورځنګ، طالبان حیران کړل. طالبانو پر هرات د لوی برید تابیا کړې وه؛ خو د هرات ښځو او سړیو د شوروي پر وړاندې د ۵۷ کال قیام په څېر، وسلې واخیستې او د طالبانو پر وړاندې يېد «الله اکبر» نعرې پورته کړې.

د الله اکبر نعرې د افغانانو له لوري د انګلیس او شوروي پر وړاندې ورکړل شوي دي او اوس دا دی د طالبانو پر وړاندې ورکړل شوې. د الله اکبر نارې د نفرت وروستی حد ښيي او همدارنګه د طالبانو د سختګیره نظام د بیا راتګ له ډاره ورکړل شوې دي. خلکو د الله اکبر نعرو په ورکولو سره د طالبانو پر وړاندې عمومي مخالفت ښکاره کړ. همدارنګه دې ډلې د الله اکبر نعرې په ویلو سره پر ښارونو، امنیتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو بریدونه کول. اوس خلکو، طالبان پوه کړل، چې دا کلمه د وژنې، وینې تویولو او د افغانانو د ټکونې کلمه نه ده. د طالبانو پر وړاندې د تکبیر نعرې د یووالي لامل شوې. دغه ډله ییز خوځښت امنیتي ځواکونو ته هم روحیه ورکړه او د طالبانو پر وړاندې یې د هغوی جنګ ته انساني رسالت او قدسیت وباښه.

د هېواد په ښارونو کې د طالبانو پر وړاندې ولسي خوځښت له هغوی سره د مخالفت په مانا ده. د امریکايي ځواکونو له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی، چې خلک، سیاسي مشران او دولت په متحده توګه د الله اکبر نعرې په ورکولو سره د طالبانو پر وړاندې درېږي او کرکه ترې کوي.

طالبان کولی شي ولسوالۍ سقوط کړي او ښايي وکوای شي، ځینې ښارونه هم ونیسي؛ خو د ولسوالیو او ښارونو سقوط د دې ډلې د بریا په مانا نه ده. طالبان ښايي د وحشت او وېرې خپرولو له لارې، ځينې سیمي ونیسي؛ خو د هغوي روایت، یو مات شوی روایت دی. د طالبانو روایت د افغانستان لپاره مناسب نه دی او خلک یې نه مني. د دې ډلې روایت، د منلو نه دی. همدا اوس، د طالبانو تر واک لاندې سیمې له هر ډول خدماتو بې برخې دي.

ولس پر سیمو د طالبانو د مدیریت ناتواني او تر دې مهمه د دې ډلې له خوا انسان ته بې پروايي، په سترګو ویني. دې وضعیت ته په کتو، ولس د طالبانو پر وړاندې د شعار په ورکولو پاڅېدل او یوموټي شول، تر څو له خپلو سیمو دفاع وکړي. خلکو په وروستیو ورځو کې دغې ډلې ته وښووله، چې که امریکایان تللي، دوی شته او له خپل وطنه دفاع کوي.

 

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ټرمپ د ناقانونه کډوالو لپاره د فډرالي بودجې د کارولو د بندېدو فرمان لاسلیکوي
بهرني خبرونه

ټرمپ پنټاګون ته امر کړی چې د اټومي وسلو ازمایښتونه بیا پیل کړي

۸ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1761829688]
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز له خپلې دندې لرې کېږي
بهرني خبرونه

ډونالډ ټرمپ د روسیې د تیلو پر دوو لویو شرکتونو بندیزونه ولګول

۱ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1761225938]
افغان ایوک: د افغان متحدانو له پامه غورځول د امریکا امنیت کمزوری کوي
خبرونه

افغان ایوک: د افغان متحدانو له پامه غورځول د امریکا امنیت کمزوری کوي

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759590838]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.