۸صبح، کابل: تېره ورځ پنجشنبه ماښام په خوست کې د چنار ۱۳مه دودیزه کلنۍ مشاعره او مېله جوړه شوه.
دغه مشاعره کې د خوست ولايت سربېره له يو شمېر ولايتونو څخه ګڼ شمېر شاعرانو، ليکوالانو او د ادب او فرهنګ مينهوالو ګډون درلود.
ياده مشاعره کې سلهاوو شاعرانو د هېواد روانو ناخوالو، سولې او اوربند په اړه خپل شعرونه دکلمه کړل او په خپلو اشعارو کې يې د سولې پروسه کې د پرمختک غوښتنه وکړه.





