۸صبح تخار: باوري سرچینې د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو د کومانډو پر مرکز د ملي مقاومت د جبهې د برید خبر ورکوي.
ځايي سرچينې وايي، دغه بريد د دوشنبې په شپه د کب په ۸مه د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو له خوا ترسره شوی.
تر لاسه شوي معلومات ښيي په دغه برید کې د ملي جبهې جنګیالیو سپکې او درنې وسلې کارولې دي.
په همدې حال کې په تخار ولایت کې یوه باوري سیمه ییزه سرچینه وايي، د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو پر یوه رینجر موټر هم برید شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد د تخار ولايت د رستاق ولسوالۍ په کزر کلي کې شوى.
ويل کېږي چې په دغو دوو بريدونو کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو کره شمېر يې نه دی معلوم.
د ملي مقاومت جبهې ځواکونو له دې مخکې هم د تخار ولايت په ولسوالیو کې پر طالب جنګیالیو بریدونه کړي دي.