• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د بدخشان جګړه او د ګاونډيو هېوادونو اندېښنې

لیکنه: حبيب حميدزاده، ژباړه: محمد عزيز پردېس

 لیکنه: حبيب حميدزاده، ژباړه: محمد عزيز پردېس لیکنه: حبيب حميدزاده، ژباړه: محمد عزيز پردېس
۶ مرغومی/جدی ۱۳۹۹ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1608973879]

بدخشان ولايت د ګڼ شمېر کانونو د لرلو له امله د ترهګريزو او کورنیو مافیاي ډلو لپاره د خوښې وړ سيمه ده. له افغان دولت سره د طالبانو او کورنيو ترهګرو جګړه يو ثابت حقيقت دی؛ خو ددغې جګړې یوه برخه په بدخشان کې، د دولت، طالبانو او مافیا ترمنځ د کانونو پر سر د ګټې وټې جنګ دی. هرڅه چې وي، ددغې جګړې آفت د سیمې خلکو لمن نیولې ده. ځکه داسې ورځ نه ده چې دا جګړه د سيمې د خلکو انساني ګټې په زمکه ونه وهي. د کمزوري، په فساد ککړ او په عمومي لوټلو کې بوخت سيمه ييز حکومت موجوديت، په بدخشان کې د دې جګړې لمن هره ورځ پراخوي.
بدخشان ولایت درېیو هېوادونو (تاجکستان، چین او پاکستان) سره ګډه پوله لري. په دې ولايت کې د چیني، تاجکستاني، ازبکستاني جګړه مارو او کورنيو ترهګرو شتون، چين او تاجکستان اندېښمن کړي دي. ځکه د چين رژیم او تاجکستان اسلامپاله بنسټ پاله ډلې (مخالف وسله وال) په بدخشان کې پوځي فعالیت لري او هره ورځ خپل مخالفين ګواښي. د اشکاشم، شغنان، میامۍ، نُسي، شکي، کوف آب او خواهان له تاجکستان سره په پوله پرتې ولسوالۍ دي. د طالبانو ډله چې په منځ کې يې د تاجيکستان انصارالله ترهګريزه ډله، د چین د اويغور اسلامي ډله او د ازبکستان اسلامي غورځنګ غړي حضور لري، په نسي او کوف آب ولسوالیو او څو نورو سیمو کې فعالیت لري او د اشکاشم، میامۍ او خواهان ولسوالۍ تل ددغو ډلو تر ګواښ لاندې دي. د سرچينو په وینا اوسمهال شاوخوا ۶۰۰ بهرني جنګیالي (چې د تاجکستان، ازبکستان، چين او روسيې هېوادونو څخه دي) د طالبانو ترڅنګ د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي. دغه جنګيالي په جرم، راغستان، وردوج او نسي ولسواليو کې پراته دي.
د راپورونو په اساس، له دغو جنګيالیو ځيني يې د سيمې له خلکو په زور ښځې کړي او د راغستان او نورو سيمو د کانونو په ایستلو کې هم ونډه لري.
د بدخشان د امنیتي سرچينو په وینا، بهرنۍ ترهګرې ډلې د تاجکستان له انصارالله ډلې، د چین ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د چین ايغور ډلې څخه جوړ شوي دي. ددغو جګړه مارو ډېره برخه د سوريې په شمال کې د القاعده څانګې ماتې خوړلې غړي دي چې له ډېرو زيانونو او درنو ماتو وروسته افغانستان ته راغلي دي. د بدخشان په ټولو جګړو او د بې ګناه وګړو په وينو تويولو کې ددغو ټولو ترهګريزو ډلو غړو ونډه تل غوښنه وه او ده.
څو کاله وړاندې د هېواد امنیتي مسوولينو اعلان وکړ چې د شرقي ترکستان په نامه، ډلې دوهم نمبر غړي «مصطفی » او ددغې ډلې بل غړی د افغانستان امنیتي ځواکونو په عملياتو کې په بدخشان ولايت کې ووژل شول. خو ددغو ډلو د ژوند کولو لپاره د بدخشان مناسبوالی، د عايداتو د ترلاسه کولو لپاره د کانونو په ایستلو کې اسانتیا، د کمزوري او په فساد ککړ سيمه ييز حکومت موجودیت او نور جنګي او د ژوند اسانتیاوې ددې سبب شوې چې دا ډلې بدخشان د خپلو موخو لپاره د امن او خوندي سيمې په توګه وټاکي.
بلاخره دغه ترهګريزې ډلې نامشخصه دي؛ خو له پيله تر دې دمه په بدخشان او د افغانستان په نورو ولايتونو کې د بهرنيو جنګي ډلو موخې د بدخشان له پولو د تاجکستان، ازبکستان او چین په لور د يوه دهلېز پرانېستل دي او له هغې وروسته د هغوی په نظر د اشغال شويو هېوادونو ازادول او په دوام يې د بشپړ اسلامي شريعت پلي کول او د «کفر او الحاد» له منځه وړل دي. په بدخشان ولايت کې د بهرنيو جنګياليو د حضور دليل، د منځنۍ آسيا او د چين حکومتونو موجوديت په ګوته شوی دی. په همدې دليل بهرني جنګیالي په دې لټه کې دي چې د بدخشان ولايت پر سرحدي ولسواليو واکمن شي، چې له هغه ځايه له افغانستان سره پر ګډه پوله پرتو هېوادونو بريدونه وکړي.
د تاجيکستان انصارالله ډله په راغ او نسي او درواز ولسواليو کې له طالبانو سره ګډه همکاري او فعاليتونه لري. د طالبانو په منځ او د طالبانو او دولت ترمنځ جګړه کې وينه تويوونکي جنګيالي په همدې ډلو پورې تړاو لري. د ماه می (درواز بالا) ولسوالۍ مرکز د طالبانو لخوا په برید کې چې اونۍ مخکې ترسره شو، د انصارالله ډلې اړوند تاجکستانيان مخکښ ؤ او ښايي د سرتېرو او اسيرانو بې رحمانه وژلو حکم به هم د دوی له خوا صادر شوی وي.
هغه بهرني جنګيالي چې په افغانستان کې جنګي فعاليت لري، په خپلو هېوادونو کې د فعاليت اجازه نلري او د هغوی ځينې برخې يې د امريکا متحده ايالاتو په تور لېست کې شاملې دي. د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، طالبانو ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون، له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې په بشپړ ډول پرې کړي. خو د بدخشان جګړه، د طالبانو، د تاجکستان د انصارالله ډلې، د چين د اويغور او د ازبکستان اسلامي غورځنګ لخوا، د افغان امنيتي ځواکونو او افغانانو پر وړاندې ګډه جګړه ده.
له بلې خوا، ويلی شو چې د امنيتي ځواکونو پروړاندې د ترهګرو ډلو او طالبانو له خوا فعاليت او جګړه يوه برابره ده. طالبان په بدخشان کې نه يوازې دا چې له دې ډلو سره همکاري کوي او له دوی مرسته ترلاسه کوي؛ بلکې په يوه واحد صف او مورچل کې د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو پر وړاندې جنګېږي.
دا ښيي چې طالبان له امريکا سره د دوحې هوکړې په اړه ژمن نه دي. طالبانو په افغانستان کې له القاعده ډلې او نورو بهرنيو مېشتو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې نه دي پرې کړي. د طالبانو په ډېرو جګړو کې بهرنۍ ترهګرې ډلې له دوی سره همکاري کوي او له يو او بل سره هراړخيزې مرستې کوي.
بدخشان د لعل او سروزرو کانونو د لرلو له پلوه بډایه ولايت دی. اوس دغه غرنۍ سيمه د طالبانو او نورو بهرنيو جنګياليو لپاره ډېر عايد لرونکی خوندي او امن ځای دی. د جګړې د ډګر په توګه د بدخشان انتخابولو يو لامل، د طالبانو لپاره ددې ولايت لويې عايداتي سرچینې دي. البته په دې لاره کې طالبان يوازې نه دي. د کانونو راایستل او خرڅلاو يې د طالبانو او کورنيو زورواکو په ګډې همکارۍ ترسره کېږي. د جګړو او تاوتريخوالي د کلونو په ترڅ کې د بدخشان د کانونو په لوټلو کې دولت، د بدخشان استازو او مشرانو؛ هېڅ يو هم ډډه نه ده کړې. هغوی نه يوازې دا کار کړی؛ بلکې له طالبانو سره يې همکاري لرلې ده او د دې ډلې لپاره لازم امکانات هم برابروي.
د راغستان ولسوالۍ د سرو زرو کان، د افغانستان د سرو زرو کانونو په کتار کې يو له لويو کانونو ګڼل کېږي. د افغانستان د کانونو وزارت څو کاله وړاندې ددې کان د ایستلو چارې يوه ترکي شرکت ته سپارلې وې؛ خو دغه شرکت د بدخشان په بېلابېلو سيمو کې د ناامنۍ د دوام له امله ددې کان د ایستلو په مخنیوي کې بریالی نه شو. اوسمهال ددې کان کنټرول د طالبانو او کورنۍ مافيا په ولکه کې دی.
د ملي وحدت حکومت په دوره کې په بدخشان کې د کورنيو او بهرنيو ترهګرو د موجوديت په اړه د اندېښنې د لرې کولو په موخه، د افغانستان ختيځ ګاونډي، چين څخه غوښتنه شوې وه چې په بدخشان ولايت (د دواړو هېوادونو ګډه پوله) کې د افغانستان پوځ يوې غرنۍ لوا ته پوځي وسایل چمتو کړي. چين همغه وخت خپل چمتووالی وښوده او له هغه مهاله تر دې دمه يې په بدخشان کې ځيني فعاليتونه ترسره کړي دي؛ خو په ظاهر کې له افغان پوځ سره د چين هڅو او همکارۍ، د بدخشان په امنيتي وضعيت کې د قناعت وړ بدلون نه دی رامنځته کړي. نه يوازې دا چې دغه مهم کار نه دی شوی؛ بلکې هره ورځ طالبان د بدخشان يوه سيمه تر خپلې ولکې لاندې راولي.
کلونه وړاندې د بدخشان وضعيت په خرابېدو سره، چين او تاجکستان له افغانستان سره د دوو هېوادونو په ګډه پوله، پوځي تمرينات کړي و. خو له دې پوځي تمريناتو وروسته طالبانو د بدخشان ډېرې سيمې اشغال کړې دي. طالبان اوسمهال د تاجکستان او چين څنډو ته نږدې شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.