۸صبح، هرات: د ۱۰۰زره ډالرو په ارزښت د افغانستان د ډبرو لومړنۍ جوپه له هراته امریکا ته صادره شوه.
په هرات کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د چهارشنبه زمري پر ۷مه، ویلي چې په دې جوپه کې د دغه ولایت د زندهجان ولسوالۍ د کان تورې ډبرې شاملې دي او د یوه خصوصي شرکت له خوا صادرې شوې دي.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، دغه چوپه د هرات د صنایعو خونې له لارې د امریکا بازار ته صادره شوې ده.
هرات د افغانستان د ودانیزو ډبرو د استخراج او پروسس له مهمو مرکزونو دی او د هېواد د کانونو د محصولاتو يوه برخه له همدغه ولایته صادرېږي.
امریکا ته د افغانستان د ډبرو د لومړنۍ جوپې صادرېدل کولای شي د دغو محصولاتو لپاره د نویو بازارونو د موندلو زمینه هم برابره کړي.





