۸صبح، کابل: د طالبانو له لوري په هېواد کې د نوي ښوونیز کال له پېل سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د نجونو د زدهکړو پر وړاندې د بندیز پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
یوناما دا غوښتنه چهارشنبه د وري پر لومړۍ په خپله اېکسپاڼه کې کړې ده.
د دغه بنسټ په خبره، له ۹۰۰ ډېرې ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.
په پیغام کې راغلي: «له [طالبانو] څخه غواړو چې دغه ناعادلانه او زیان رسوونکی بندیز پای ته ورسوي.»
یوناما زیاته کړې چې زدهکړو ټولو ته د سولې او سوکالۍ لپاره اړینه ده.
پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو روسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.
په تېرو نږدې درېیو کلونو کې پر دې بندیز په کور دننه او بهر پراخې نیوکې شوې دي.
بلخوا، نن د طالبانو پوهنې وزارت د یوې ویناپاڼې په خپرولو د نوي تعلیمي کال د پېلېدو خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې خپل اولادونه مدرسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې شامل کړي.