د «آسيا زړه» کتاب د ځوان ليکوال، چې لیکوال یې حشمت الله نوري دی، په دې وروستيو کې په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ او بازار ته وړاندې شو. ياد کتاب په ۱۸۶ پاڼو کې ليکل شوی دی چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په اړه ګټور او په زړه پورې معلومات لري. په کتاب کې د هر ولایت د جغرافیایي موقعیت، صنعت، کرنې، پوهنې، مطبوعاتو، مشاهیرو او اړوندو نورو مسایلو په اړه معلومات راټول شوي دي.





