لیکنه: جان اودانیل او روپام جین
سرچینه: رويټرز
د افغانستان نړیوالو ملاتړو ته جوړ شوي راپورونه ښيي، چې د افغانستان بانک د طالبانو تر واکمنۍ څو اوونۍ مخکې، خپلې ډېرې ډالري زیرمې کمې کړې او دا د اوسني بحران د زیاتېدو لامل شوی دی.
د دوه مخه محرم راپور لنډیز چې د دې میاشتې په پیل کې د لوړ پوړو نړیوالو اقتصادي چارواکو لخوا، نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق ته لیکل شوی ښکاري، چې پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې، د نقدو پيسو کمښت و.
په دې راپور کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د افغانستان بانک له لوري د تېرو میاشتو د بحران د مدیریت په څرنګوالي، د ډالرو بېمخینې لیلامول او له کابله ولایتونو ته د دغه بانک څانګو ته د پیسو د لېږد په تړاو نیوکه شوې ده.
دا راپور چې رويټرز لیدلی راغلي: «د افغانستان بانک په خزانه کې د بهرنیو پیسو زېرمې ختمې شوې. مرکزي بانک نه شي کولی، نقدي غوښتنې اجرا کړي.»
راپور زیاتوي: «د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په مرکزي بانک کې د ښه مدیریت د نشتوالي له کبله دا ستونزه رامنځته شوې ده.»
د کورنۍ ارزونۍ د کمیټې رییس شاهمحمد محرابي چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې یې پر مرکزي بانک نظارت کاوه او اوس هم پر همدې څوکۍ حضور لري، د افغانستان بانک له کړنو دفاع کړې او ویلي دي، بانک هڅه کوله د افغانیو د زیاتوالي مخه ونیسي.
د پیسو کمښت د افغانستان په واټونو کې په ښکاره توګه لېدل کېږي، سره له دې چې د پیسو د ورکړې پر بهیر ځينې محدودیتونه شته، خلک په ساعتونو د (۲۰۰ ډالرو یا ۲۰ زره افغانیو) د اخیستلو لپاره په لیکه ولاړ وي، تر څو خپل ډالري پسانداز واخلي.
حتی د لویدیځ تر ملاتړ لاندې نظام له سقوط وړاندې، د افغانستان اقتصاد له ننګونې سره مخ و؛ خو د طالبانو بیا راتګ او د میلیارډونو ډالرو بهرنیو مرستو ناڅاپي بندېدا، د بحران د لا ژورتیا لامل شو.
د لومړنیو توکو لکه اوړو بیې په داسې حال کې لوړې شوي، چې کارونه درېدلي او میلیونونه کسان د ژمي د نږدې کېدو له کبله د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
مرستې د درېدو په حال کې دي
د درېیو کسانو په خبره چې له دې موضوع خبر دي، د افغانستان بانک تېر کې پر ۲۴۹ میلیونه ډالرو نقدو پیسو تکیه کوله او هرو درېیو میاشتو کې د ۱۰۰ دالري نوټونو په جعبه کې لېږدول او د مرکزي بانک او ولسمشرۍ ماڼې زیرمو کې ذخیره کېدل.
دا پیسې په داسې حال کې کمې شوې، چې بهرنیو قدرتونو له طالبانو سره چې له نړیوالو ځواکونو او افغان حکومت سره پر جګړه بوخت و، له مخامختیا ګوښي او زرګونه کسان چې ډېری یې ملکیان و، ووژل شول.
مرکزي بانک چې د متحده ایالاتو په څېر هیوادونو څخه د مرستې د وېش له امله یې په افغانستان کې کلیدي رول لوبولی، د چهارشنبه پر ورځ اعلان وکړ، چې د هیواد د ارزي اسعارو د اړتیاوو پورهکولو لپاره یې پلان نهايي کړی. په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
پر اسعارو محدودیتونه به طالبان د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو، لکه د برېښنا د بل پیسې او یا هم د هغو کارکوونکو معاشونه چې له میاشتو نه دي ورکړل شوي، له ستونزو سره مخ کړي.
پر کابل د طالبانو له واکمنۍ سره هممهاله په بهر کې د افغانستان د نهو میلیاردو ډالرو کنګلېدل، د دې لامل شو، چې د افغانستان بانک یوازې ډالر په خپلو زېرمو کې وساتي.
د دغه راپور له مخې د افغانستان بانک د جون له لومړۍ د اګسټ تر پنځلسمې، ۱.۵ میلیارډه ډالر لیلام کړي، چې د راپور د لیکوالو په باور «ډېرې زیاتې دي.»
دا راپور زیاتوي، د افغانستان بانک د اګسټ تر پنځلسمې ۷۰۰ میلیونه ډالر او ۵۰ میلیارډه افغانۍ (معادل ۵۶۹ میلیون ډالره) د سوداګریزو بانکونو پوروړی و.
د افغانستان بانک لوړپوړی چارواکی محرابي وايي، که څه هم ۱.۵ میلیارډه ډالر لیلام شوي و؛ خو واقعي خرڅلاو ۷۱۴ میلیونه ډالر و.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان بانک «د بهرنیو اسعارو لیلام د استهلاک د کمښت او همدارنګه د پولي تورم د کمښت په موخه کړی دی.
د پیسو له لاسه وتل؟
دغه راپور د مرکزي بانک پر پرېکړې، چې د زېرمو یوه برخه یې د ولایتونو څانګو ته لېږلي هم نیوکه کړې ده؛ ځکه د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د هېواد په ټولو برخو کې د طالبانو پرمختګ سره دا زېرمې له ګواښ سره مخ وې.
دا مکتوب ښيي، چې د ۲۰۲۰ کال په پای کې شاوخوا ۲۰۲ میلیونه ډالر د افغانستان بانک په څانګو کې ساتل کېدې؛ په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۱۹ کال کې ۱۲.۹ میلیونه ډالره و او د طالبانو له لوري د ولایتونو د سقوط په وخت کې هم نقدې پیسې ځای پر ځای شوې نه دي (له ولایتونو څخه مرکز ته او له مرکز څخه ولایتونو ته نه دي لېږدول شوې).
په راپور کې راغلي: «راپورونه ښيي، چې د ولایتونو په څانګو کې یو شمېر پیسې ورکې(غلا) شوې دي.»
محرابي وویل، اوسمهال مرکزي بانک په درېیو څانګو کې غلا شوې پيسې څېړي. که څه هم دا کار د طالبانو له لوري نه دی شوی. خو نوموړي په دې هکله جزییات ورنه کړل.
د افغانستان بانک پخواني رییس اجمل احمدي، چې له سقوط څخه یوه ورځ وروسته له کابله ووت، په دغه بانک کې د خپلو کړو اقداماتو په هکله یې ایملیونو او پیغامونو ته ځواب ورنه کړ.
احمدي په وروستیو اوونیو کې پر خپلې ټویټر پاڼې ولیکل، خپلې ټولې هڅې یې د وضعیت د مدیریت په هکله کړې او د نقدو پیسو هر ډول کمښت یې په بهر کې د افغانستان بانک شتمنیو د منجمدکېدو له امله بللی دی.
نوموړي ویلي، چې مرکزي بانک د کابل تر سقوط وړاندې اقتصاد په ښه توګه مدیریت کړی او د خپلو کارکوونکو له پرېښودلو یې ښه احساس نه کاوه؛ خو د ځان د نه خوندیتوب له اړخه یې ډار درلود. هغه ویلي، چې له هېڅ بانکي حساب څخه پیسې غلا شوې نه دي.
نور ولولئ:





