۸صبح، کابل: د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو څه د پاسه د ۴۰۰ ورځو له تېرېدو سره یو شمېر زدهکوونکو او د ښځو حقونو فعالانو په کابل کې لاریون وکړ.
یو شمېر ښځو او نجونو زدهکوونکو شنبه د لړم پر ۷ نېټه د تایمني پر دویم سړک د ملکه ثریا ښوونځي مخې ته اعتراض وکړ.
هغوی وایي، چې د ۴۰۰ ورځو په تېرېدو سره د نجونو پر مخ ښوونځي نه دي پرانیستل شوي او دا له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
د دغو اعتراضکوونکو اصلي غوښتنه له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل ده.
د ویلو ده، چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو له تړل کېدو څه د پاسه ۴۰۰ ورځې تېرېږي. طالبان وایي، چې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره پر یوې طرحې کار کوي. خو دغه طرحه تر یوه کال زیاته موده کېږي چې نه ده برابره شوې.