یو شمېر صرافانو د سلواغې په ۱۸مه نېټه د شهزاده سرای په وړاندې د افغانستان بانګ د نوې پرېکړې په اعتراض کې کاربندیز اعلان کړ.
د افغانستان د صرافانو د سراسري شورا رییس میرافغان صافي ۸صبح ته ووېل: تر هغه چې د افغانستان بانګ له خوا د صرافانو غوښتنې او وړاندیزونه ونه منل شي، صرافان کار نه کوي.
د هغه په وینا، ټولو صرافانو کار بندیز کړی، د پیسو د خدماتو مرکزونه تړل شوي او د افغانستان بانګ په لیلام کې هم ګډون نه کوي.
د افغانستان بانګ په دې وروستیو کې د صرافانو او د پیسو د خدماتو د وړاندې کولو فعالیت لپاره د شرکت جوړولو پرېکړه کړه ده. ددغې پرېکړې له مخې، شخصي صرافۍ د پیسو په شرکتونو بدلېږي او بیا د فعالیت جواز ورکول کېږي.
د افغانستان بانګ وایي چې دا تصمیم له نړیوالو شریکانو سره د دغه بانګ د ژمنو پر بنسټ نیول شوی دی.
خو د افغانستان د صرافانو د سراسري شورا رییس وایي چې د افغانستان بانګ دا پرېکړه په اوسني وخت کې عملي نه ده او باید مخکینی بهیر دوام وکړي.
نوموړی زیاتوي چې انفرادي او شخصي جوازونه له دې مخکې د درېیو کلونو لپاره صادرېدل چې د افغانستان بانګ له خوا لغوه شوي دي.
د افغانستان بانګ د اعلان له مخې، د شرکت د جواز اخیستو لپاره ډېرې آسانتیاوې برابرې شوې دي.
د افغانستان بانګ په وینا، د شرکت جواز له وروستي تاریخ پرته صادرېږي او ددغه جواز لرونکي په ټول هېواد کې نمایندګۍ جوړولی شي.
د افغانستان بانګ وېلي، هغه وګړي چې د شرکت جواز واخلي، ضمانت او زده کړو ته اړتیا نه لري.
دغه بانګ له ټولو صرافانو او په هېواد کې د پیسو د خدماتو له وړاندې کوونکو غوښتي چې له دغې پرېکړې ملاتړ وکړي، جواز واخلي او له ګټو یې برخمن شي.
د افغانستان بانګ وایي چې د شهزاده سرای د سراسري ټولنې مشرتابه د شرکت جوازونه اخیستي او په تېرو څو اونیو کې کابو سل جوازونه صادر شوي دي.





