• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کابل ښاریانو کړکېچن ژوند

ليکنه: اسحق علي احساس، ژباړه: م. ع. پ

ليکنه: اسحق علي احساس، ژباړه: م. ع. پ ليکنه: اسحق علي احساس، ژباړه: م. ع. پ
۳ كب/حوت ۱۳۹۹ - ۲۱ فبروري ۲۰۲۱ [t_time:1613919219]

کابل ښاریان په دې ورځو کې- سهار او ماښام- د چاودنو شاهدان دي. د سلواغې په دوه ويشتمه، له يو ساعته په کمه موده کې، د کابل په درېیو برخو کې درې چاودنې وشوې. ددې چاودنو له امله د پوليسو د پنځمې امنيتي حوزې د آمر په ګډون، دوه تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول. ورپسې د همغې ورځې ماسپښين مهال هم د يوې چاودنې راپور ورکړل شو. مقناطيسي یا نښلېدونکو مینونه د دې چاودنو لامل ګڼل کېږي.
د سهار شپږ نيمې بجې ناستو، د خبرو خلاف، چارواکو تر دې دمه ونه شول کولای، چې د چاودنو او هدفي وژنو مخه ونيسي. د کابل ښار په کچه د ترور ډلې په پراخ ډول فعالیت لري. د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې چاودنې او ترورونه پلان او ترسره کېږي. دا ښيي چې د ښار په کچه د ترور ډلې او شبکې ځای پرځای شوي او په خپله جوړو کړیو نښلېدونکو مينونو سره، ملکي او پوځي وګړي په نښه کوي.
ددغو ترورونو او چاودنو ځانګړنه داده چې هېڅ شخص، سازمان او ډله يې مسؤليت په غاړه نه اخلي. طالبان په دې پېښو کې خپل لاس لرل ردوي. يادې ډلې اعلان کړی چې په هدفي وژنو او چاودنو کې دوی لاس نه لري. خو دولت وايي چې طالبان په وروستيو ترورونو او چاودنو کې لاس لري.
د بهرنيو هېوادونو د څو سياسي استازوليو په ګډون، نړيوالو بنسټونو، څو ورځې وړاندې، د اعلاميې په خپرولو سره، طالبان ددې بريدونو مسؤل وګڼل. په داسې شرايطو کې چې طالبانو سيمه ييزو سفرونو ته مخه کړې او د دولت مرکچي پلاوي ځيني غړي هم کابل ته راګرځېدلي، د هدفي چاودنو زياتوالی د سولې مذاکراتو له ماتې پرته کومه بله معنی نلري. په داسې وضعيت کې په ملي امنيتي بنسټونو کې هره تشه وژونکې او نه جبرانوونکې ده.
دا په داسې حال کې ده چې، امنيتي بنسټونه او د سهار شپږنيمو بجو ناستو چارواکي، د دې پرځای چې عملي او پايله لرونکي ګامونه پورته کړي، د کابل ترورونو څپې او بې مخينې ناامنیو پروړاندې يې، پروپاګند ته مخه کړې ده! دغو بنسټونو ونشول کولای، چې ښار ته نسبي امنيت راوګرځوي او د امنيتي طرحو په پلي کولو سره د ښار په کچه، د ترهګرو بانډونو د فعاليتونو زمينه محدوده کړي. له هرې ترهګريزې پېښې وروسته، د سهار شپږنيمو بجو ناستو راپورونه او د امنيتي بنسټونو اعلاميې، د ويلو لپاره څه نلري.
د دې بنسټونو چارواکي ددې پرځای چې امنيتې تشې پيدا، حل او لیرې یې کړي، هسې کیسې کوي. له اطلاعاتو سره د خپلې خوښې وړ چلند، د کمزوريو او د پرلپسې استخباراتي ماتو پټول، له پروپاګند پرته، بل څه نشي کېدای.
کابل ښاريانو په تېرو ۱۰۰ ورځو کې له لوړو پوړو امنیتي چارواکيو او په ټول کې، حکومتي دستګاه څخه د غټو او خبر جوړوونکو او رسنيزو خبرو پرته بل څه نه دي اورېدلي او نه يې په عمل کې څه ليدلي دي. د دغه پروپاګند برابرونکی چې هرڅوک دی، د خلکو پر روحيې باندې په دقيقه توګه پوهېږي. هغه په دې ښه پوهېږي چې د عامه افکارو د ترلاسه کولو لپاره په ټولنيزو رسنيو کې کوم ډول خبرې، د خلکو پام راجلبوي او د کمزوريو په پټولو سره وضعيت څنګه د حکومت په ګټه نندارې ته وړاندې کړي او همدارنګه له اطلاعاتو سره څه ډول چلند وکړي.
خلک له رښتيني او ځواب ورکوونکي حکومت او چارواکيو سره نه؛ بلکې له داسې پروپاګند جوړوونکو اشخاصو سره مخ دي چې له شخصي او ټيمي مصلحت پرته، بل مصلحت ورته مهم نه دی. همدا دليل دی چې په تېرو څو مياشتو کې خلک په ځينو مواردو کې د اطلاعاتو او تبليغاتي لوبو ليدونکي ؤ چې د ملي ګټو او ټولیز مصلحت خلاف خپاره او نندارې ته وړاندې شوي دي.
په داسې شرايطو کې چې په هېواد کې د جګړې لمبې بلې دي او په ښارونو کې د چاودنو غږونه لوړ دي، خلک بايد په خپل حال پرېنښودل شي. د قانون په اساس، دولت د خلکو د ځان او مال د ساتلو مسؤليت لري او د وګړو پروړاندې باید ځواب ورکوونکی واوسي.
په ولسواکه نظامونو کې دولتي چارواکي چې کله په خپلو ورځينيو چارو کې پاتې راشي او ونشي کړی د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکړي، نو پرته له دې چې وخت ضايع کړي، استعفی ورکوي او له خلکو بښنه غواړي. خو په افغانستان کې داسې نه ده. په دې خاوره کې ډېری چارواکي ددې پرځای چې خپلو کارونو او دندو ته پام وکړي، د عامه شتمنيو په لوټلو بوخت دي. هغوی پردې سربېره چې د خلکو د ځان او مال په ساتنه کې پاتې راغلي، د دې پرځای چې ځانونه ګوښه کړي، خپلې کمزورۍ د تبليغاتو په خپرولو سره پټوي.
که له دې پرته بل څه وي، نو څنګه شونې ده چې په کابل کې ژوند دې د چاودنې او ترور سره نښتی وي او ښاريان دې له کوره د راوتلو پرمهال، له ځانونو سره داسې وانګېري چې ښايي بېرته روغ کورته ونه ګرځي. خو کمزوري چارواکي د مسؤلانه کار او يا استعفی پرځای، هره ورځ نوې لوبه په لاره اچوي او د عامه افکارو د بوختولو لپاره رنګا او رنګ طرحې وړاندې کوي.
واقعيت دادی چې کابل له تصوره پورته خونړی او ټپي دی. دا ښار يو ځل بيا له داسې دښمنانو سره مخ شوی دی چې، غواړي هغه په زرهاوو ټپونو سره ووژني. په داسې وضعيت کې د دولتي بنسټونو پاتې راغلي چارواکي دې يا کار وکړي او يا دې د اخلاق خلافو چلندونو لاس واخلي او پروپاګند دې پرېږدي او يا دې هم اسعتفی ورکړي. د دغه وضعيت دوام جمهوريت له پخوا څخه ډېر په خطر کې اچوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف: که اقدام ونه شي تر ۲۰۳۰ کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه بشپړې وچې شي
خبرونه

یونیسف: که اقدام ونه شي تر ۲۰۳۰ کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه بشپړې وچې شي

۸ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1730205923]
د بریټانيې د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي
خبرونه

په منځني ختیځ کې کړکېچ؛ د افغانستان له اسمانه الوتنې ډېرې شوې

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728492752]
په کابل ښار کې سېلابونو مالي زیانونه اړولي
خبرونه

په کابل ښار کې سېلابونو مالي زیانونه اړولي

۳۰ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1724173409]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.