۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د نړۍ په کچه په دغه هېواد کې د زدهکړو څرنګتیا ډېره ټيټه ده.
یونیسف چهارشنبه د سلواغې پر ۴مه د یو راپور په خپرولو ویلي چې په افغانستان کې له نیمايي ډېر ښوونځي د څښلو پاکې اوبه نه لري.
دغه بنسټ ویلي چې په افغانستان کې یې له اروپايي ټولنې سره په همکارۍ د ۳۸۵ لومړنیو ښوونځيو ودانۍ او درسي چاپېریال ښه کړی دی.
یونیسف زیاته کړې چې له اروپايي ټولنې سره په ګډه هڅه کوي؛ څو افغان ماشومان له ښه درسي چاپېریال څخه برخمن شي.
د دغه بنسټ په خبره، له ۱۲ کاله کم عمره ۶۰ سلنه هغه ماشومان چې ښوونځيو ته نه ځي، نجونې دي.
یونیسف زیاته کړې چې په دویم او درېیمو ټولګیو کې ۱۲ سلنه ماشومان د لوستلو وړتیا لري او یوازې ۱۸ سلنه بیا په ریاضي کې تکړه دي.
د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې وتړل شوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا هم د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې له زدهکړو د نجونو د محرومیت دوام به نه یوازې پر افغانانو ناوړه اغېز وکړي؛ بلکې «افغانستان به له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې» هم منزوي کړي.