• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د پوهنې کږه خښته

ليکواله: شکريه اميني، ژباړه: محمد عزیز پردېس

 ليکواله: شکريه اميني، ژباړه: محمد عزیز پردېس ليکواله: شکريه اميني، ژباړه: محمد عزیز پردېس
۱ مرغومی/جدی ۱۳۹۹ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1608547793]

د ټولنو د پرمختګ او بدلون په بهير کې ښوونه او روزنه يو کليدي عامل دی. د پوهنې وزارت د ښوونيزو خدمتونو د وړاندې کوونکي او تسهيلوونکي په توګه، د ټولنې د بنسټ په جوړولو کې بنسټیز او کليدي رول لري. دغه بنسټ له سياسي حلقې څخه بهر، د ټولنې په زړه کې تر ټولو زیاتې انساني سرچينې له ځان سره لري. د يوې ټولنې د بدلون او پرمختګ يوازينۍ لار، د هغې ټولنې وګړو ته د باکيفيته او باوري تعلیمي خدمتونو وړاندې کول دي. په نورو حوزو کې وده او پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې انساني عوامل يې له فکري او ذهني اړخه پرمختللي او روزل شوي وي.
افغانستان له وروسته پاتې هېوادونو څخه شمېرل کېږي او په نړۍ کې تر ټولو بد ښوونيز شرایط لري. کلونو جګړو او ناامنيو د نورو برخو ترڅنګ، تر ټولو ډېر زيان د پوهنې سکتور ته اړولی دی. که څه هم د تېرو کلونو په پرتله، د هېواد ښوونيز سيستم ښه شوی دی؛ خو اوس هم د نړيوالو او حتی ګاونډيو هېوادونونو د معيارونو په پرتله، ترټولو بد وضعيت کې دی. د پوهنې ملي ستراتیژیک پلان پر اساس، اغېزمن او شفاف مديريت، د باکيفيته خدمتونو وړاندې کول او متوازن لاسرسی ددې بنسټ له کليدي موخو شمېرل کېږي. دغه بنسټ د اساسي قانون، د پوهنې قانون او د پوهنې ملي ستراتيژیک پلان په رڼا کې مکلف دی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلکو ته باکيفيته او متوازن ښوونيز خدمتونه وړاندې کړي. د پوهنې وزارت چې په کلني ډول کومې طرحې او پروګرامونه عملي کوي، پیل او سرچينه يې ددې بنسټ ستراتيژیک پلان دی.
د پوهنې وزارت يوه طرحه چې په دې ورځو کې د بحثونو توده موضوع ګرځېدلې؛ جوماتونو ته د ښوونځيو ابتدايي ټولګيو لېږدول دي. هغه موضوع چې د خلکو له شديدو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوې ده. د عمومي افکارو په باور، دغه طرحه له ريښې او بنیاده ناسمه ده. که څه هم ممکنه ده چې دا طرحه د هېواد په ځينو سیمو کې اغېزمنه واقع شي؛ خو منفي اغېزې او نور اړخونه يې جدي دي.
د پوهنې د بنسټ په توګه د ښوونځیو ابتدايي ټولګي، ځانګړو اصولو او کړنلارو ته اړتیا لري. د هېواد د راتلونکې جوړوونکو په توګه ماشومان او هغه کسان چې تازه ښوونيز سيستم او معارف سره يوځای شوي/کېږي، د هڅونې لپاره ډېرې پاملرنې او معیاري امکاناتو ته اړتيا لري. زده کوونکي په دغه پړاو کې، مهربان او مسلکي ښوونکي او د عمر د غوښتنې مطابق اصولو او انضباط ته اړتيا لري. له بل پلوه هم، د نن ورځ په تعريف کې سواد، يوازې په لوستلو او لیکلو نه خلاصه کېږي.
د ملګرو ملتونو ښوونيز، علمي او کلتوري سازمان، سواد د بدلون د ځواک په توګه تعريف کړی دی. يعنې چې فرد وکولای شي د لوستلو او لیکلو په مهارت سره خپل ژوند او اړوند مسائل یې په ښه ډول مديريت او کنټرول کړي. ددې مهارتونو زده کول او ترلاسه کول يو لړ مناسبو شرايطو او امکاناتو ته اړتیا لري چې د ښوونځیو پرځای يې جوماتونه او مدرسې معقولانه بديل نشي کېدای.
يو هغه دليل چې جومات د زده کوونکو لپاره مناسب بستر نشي جوړېدای، د هغو کسانو چلند او کړه وړه دي چې په هغه چاپېريال کې ماشومانو ته زده کړه ورکوي. د هر ځای په پرتله په جوماتونو کې تاوتریخوالی او تبعيض ډېر دی. په ډېری جوماتونو کې د ملايانو له لوري د زده کوونکو د زده کړې په موخه د تنبيې او جزا له کرکجنو کړنلارو څخه ګټه اخيستل کېږي. دغه کار ددې سبب کېږي چې زده کوونکي د زده کړو لپاره خپله لېوالتيا له لاسه ورکړي.
د جوماتونو ښوونيز چاپېريال په اړه د جنسیتي تبعيض فکر کول او د خلکو بې باوري د فکر وړ موضوع ده او په همدې اساس ډېری کورنۍ خپلو لوڼو ته دا اجازه نه ورکوي چې جوماتونو ته ولاړې شي. ددغې طرحې يوه احتمالي پايله له ښوونځيو بهر د نجونو شمېر ډېروالی دی چې د کورنیو د ممانعت په سبب به له ښوونې او روزنې څخه بې برخې شي. په ښوونځي او جومات کې د ښوونې او روزنې د کړنلارې ترمنځ د زمکې او آسمان په څېر توپير موجود دی.
په ښوونځي کې زده کوونکي د اصولو او مقرراتو په چوکاټ، د دوستانه، رسمي او سالمو اړيکو تر سیوري لاندې، له ښوونکو او ټولګيوالو سره انتقادي ظرفيت او نقادانه تفکر ترلاسه کوي؛ په داسې حال کې چې په جوماتونو کې ددې پروسې خلاف عمل روان دی.
د ښوونځیو په چاپېریال کې خلاقيت او نوښت په ښه توګه وده کوي، په داسې حال کې چې د ښوونې او روزنې په سنتي کړنلاره کې داسې څه نه ليدل کېږي. په جومات کې زده کوونکي مکلف دي، هر هغه څه چې تدريس کوونکی وايي، پرته له څه پوښتنې او ګروېږنې یې بايد په سموالي شهادت ورکړي. په همدې اساس د دغې طرحې يوه ناوړه پايله د زده کوونکو وړتیا، علاقې او ظرفيت ته نه پاملرنه کول دي.
د سنتي طراحۍ په دليل، جومات د معیاري تدريس لپاره مناسب ځای نه دی. د ښوونې او روزنې په عصري سيستم کې له ټکنالوژۍ ګټه اخيستل حیاتي او کليدي رول لري. په نوې کړنلاره کې د ټکنالوژۍ له کارونې پرته زده کوونکو ته د معلوماتو او مفاهیمو لېږد ناممکن دی. هغه طرحه چې د پوهنې وزارت يې په پام کې لري، نه یوازې د زده کوونکو، بلکې د معارف بنسټ او بېخبنا هم له خطر سره مخ کوي. د دغې طرحې عملي کول يو لوی خطر دی او حتی په ازمايلو هم نه ارزي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
خبرونه

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791487243]
په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر د نتنیاهو د نیولو لپاره د ممداني غوښتنه «سیاسي ننداره» وبلله
بهرني خبرونه

ممداني: اسراییل د حماس بریدونه په غزه کې د «نسل‌وژنې» د توجیه لپاره کاروي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791484737]
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی
خبرونه

یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791481025]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.