د شخړو د هواري انسټيټوټ (Institute for Conflict Management) د طالبانو په رژیم کې د روغتیايي کارکوونکو د وضعیت په اړه ټکان ورکوونکی راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۹ پېښې ثبتې شوې چې د یاد بنسټ په خبره، ۸۰ سلنه یې طالب جنګیالیو کړې دي. د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې طالب ځواکونو په ۳۸ پېښو کې ۶۵ روغتیايي کارکوونکي نیولي او پوښتنې ګروېږنې یې ترې کړې دي. په راپور کې راغلي چې د روان کال تر جون پورې په ۱۰ پېښو کې ۱۶ روغتیايي کارکوونکي او ډاکتران وژل شوي دي. نوموړي بنسټ په بدخشان کې د طالبانو له خوا د یو ډاکټر د شکنجې یادونه هم کړې او زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د روغتیايي چوپړونو د وړاندې کولو سیسټم د پرځېدو پر ژۍ ولاړ دی؛ ځکه په خبره یې، طالبان د دولتي سرچینو ډېره برخه پر استخباراتي او امنیتي برخو لګوي. د نوموړي بنسټ په وینا، د طالبانو تر کنټرول لاندې له روغتیایي وضعیته وروستي اټکلونه ښيي چې د هرو زرو کسانو لپاره ۰.۳۳ ډاکتران شته، داسې چې دا کچه په لوړو عایدلرونکو هېوادونو کې ۲۰ ډاکټران دي.
د Institute for Conflict Management په نوم یو بنسټ د ۲۰۲۴ کال د جون پر ۲۴مه «افغانستان: د ۲۰۲۳ کال په شخړو کې د روغتیايي چوپړونو پر وړاندې تاوتریخوالی» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د روغتیايي کارکوونکو له ناوړه وضعیته یې پرده پورته کړې ده.
د دغه انسټيټوټ په راپور کې ټينګار شوی چې په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو او ډاکترانو پر وړاندې ۸۰ سلنه تاوتریخوالی د طالبانو «استخباراتي او پولیسو» ځواکونو له خوا شوی دی. په راپور کې یادونه شوې چې په ۲۰۲۳ کال کې د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۹ پېښې شوي، داسې چې په خبره یې، دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې یوازې ۸۷ پېښې وې.
نوموړي بنسټ زیاته کړې چې طالب ځواکونو د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې په ۳۸ پېښو کې لږترلږه ۶۵ روغتیايي کارکوونکي نیولي او پوښتنې ګروېږنې ترې شوې دي. د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې بیا په ۲۵ موردو کې ۲۵ پېښې شوي چې د طالبانو په رژیم کې د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوه برابرېدو ښودنه کوي.
په راپور کې ویل شوي چې د تاوتریخوالي پېښې په ۲۸ ولایتونو کې شوي چې د دغو پېښو ډېره برخه په زابل او بلخ کې شوې ده. د نوموړي بنسټ په خبره، په کابل او هرات کې هم د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخجن چلن راپور ورکړل شوی دی.
د راپور موندنې ښيي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې بیا د روان کال د جون تر پایه، په افغانستان کې د ۱۰ پېښو لامله ۱۶ روغتیايي کارکوونکي او ډاکتران وژل شوي دي. په راپور کې د دغو پېښو عاملان طالبان او ناڅرګند کسان ښودل شوي چې روغتیايي کارکوونکي يې وهلي ډبولي، روغتیايي مرکزونه یې ځنډولي او ډاکتران او د روغتیايي چوپړتیاوو وړاندې کوونکي یې نیولي او ځورولي دي.
په راپور کې ویل شوي چې طالبانو د ۲۰۲۴ کال جون کې په بامیان کې د باران روغتیايي موسسې پر چارو بندیز ولګاوه او د دغې موسسې مدیر د طالبانو پر ضد څرګندونو لامله نیول شوی دی. دغه راز، راپور په بدخشان کې د طالبانو له خوا د وحشیانه شکنجو په پایله کې د ډاکتر سردار د مړینې یادونه هم کړې ده.
یاد بنسټ د بشري حقونو فعالې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي بنسټ (UNDP) کارکوونکې نبیلې رحیمي د نیولو پر مهال د طالبانو له ناوړه چلن، د ناڅرګندو کسانو له خوا د کابل طبي پوهنتون د زدهکړو د پراختیا برخې رییس عبدالغفار همدرد وژنه بیا د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې ناوړه تاوتریخوالی بللی دی.
د راپور موندنې ښيي چې طالب جنګیالیو د فاریاب په میمنې ښار کې یوه ښځینه ډاکتره په زور له کارځایه بهر کړې او د بلخ په مرکز مزارشریف کې یې یوه نرسه وهلې ډبولې چې لامله یې دا نرسه سخته ټپي شوې ده.
دغه راز، نوموړي انسټيټوټ ټينګار کړی چې طالبانو د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۳۰مه د زابل په مرکز کلات ښار کې پر یوه خصوصي روغتیايي مرکز چپاو وروړی چې لامله یې د دغه مرکز ټول تجهیزات له منځه تللي.
د شخړو د هواري بنسټ په افغانستان کې جدي روغتیايي ناورین ته په اشارې د قلندر عباد پر ځای د عامې روغتیا د وزیر په توګه د طالبانو د کورنیو چارو پخواني مرستیال نورجلال ګومارنې ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې روغتیايي سیسټم د پرځېدو پر ژی ولاړ دی. د نوموړي بنسټ په خبره، طالبان د دولتي سرچینو ډېره برخه پر خپلو امنیتي او استخباراتي بنسټونو مصرفوي.
په راپور کې د طالبانو د دفاع وزارت بودیجه ۶۱۶ میلیون ډالره ښودل شوې چې د دغې ډلې د ټولې بودیجې ۱۷.۳۸ سلنه جوړوي، داسې چې د عامې روغتیا وزارت بودیجه ۸۰ میلیونه ډالره ده او د ټولې بودیجې ۲.۲۵ سلنه جوړوي.
په راپور کې راغلي چې ناانتفاعي بنسټونه او نړیوال بسپنهورکوونکي د ښځینه کارکوونکو له ګومارلو راګرځول شوي او مالي محدودیتونه بیا د مرستندویه سازمانونو لاسرسی محدودوي. دغه راز، د ټولنې مهم بنسټونه لکه کلیوال کلینیکونه او د تغذیې مرکزونه تړلي دي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو راپور ورکړی و چې په افغانستان کې ۱۷.۹ میلیونه وګړي روغتیايي مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۹.۵ میلیونه کمو روغتیايي چوپړونو ته لاسرسی لري یا یې هېڅ نه لري.
نوموړي بنسټ ویلي چې افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لاهم پولیو ویروس پکې په بشپړ ډول له منځه تللی نه دی. د نوموړي بنسټ په وینا، د طالبانو په رژیم کې وروستي اټکلونه ښيي چې هرو زرو کسانو ته ۰.۳۳ ډاکتران شته چې دا شمېر په لوړ عایدلرونکو هېوادونو کې ۲۰ ډاکتران دي. له دې وړاندې روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې باید د هرو زرو کسانو په سر ۲.۵ ډاکتران وي. د شخړو د هواري انسټيټوټ دا حالت اندېښمنوونکی بللی دی. په راپور کې راغلي چې افغانستان د شدیدې خوارځواکۍ او د ماشومانو او مېندو د مړینې له لوړې کچې سره لاس او ګریوان دی.
یو ډاکتر چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سختدریځه پالیسي د دې لامل شوې چې په خبره یې، روغتیايي نظام پام وړ اغېزمن شي. د نوموړي په وینا، د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر له خوا د پلي شویو بندیزونو لامله، نارینه ډاکتران اجازه نه لري چې له محرم پرته ښځېنه ناروغانې معاینه کړي او له محرم پرته ښځې حق نه لري روغتیايي مرکزونو ته ننوځي. دا ډاکتر ټينګار کوي چې د طالبانو له واکمنېد وروسته د روغتیايي کارکوونکو تنحوا کمه شوې او دغه راز، په ډېرو مواردو کې له روغتیايي کارکوونکو سره د طالبانو چلن سخت او ناانساني دی چې په خبره یې، دې چارې روغتیايي کارکوونکي او ډاکتران ناهیلي کړي او اجازه نه لري غږ پورته کړي.
د دغه ډاکتر د څرګندونو په حواله، روغتیايي مرکزونه د درملو او طبي تجهیزاتو له سخت کمښت سره مخ دي او د خلکو اقتصادي بېوسۍ له کبله، روغتیايي مرکزونو ته د خلکو ورتګ زیات شوی او دغه راز، په افغانستان کې د ښځینه متخصصانو د کمښت لامله روغتیايي ننګونې دوه برابره ډېرې شوې دي. د نوموړي په خبره، دا ننګونې په نامستقیم ډول د مور او ماشوم د مړینې د زیاتېدو لامل کېږي او په وینا یې، که حالت همداسې دوام وکړي روغتیايي سیسټم به له ځوړ سره مخامخ شي.
بل پلو، روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې افغانستان په اسیا کې د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري چې د هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو کې ۶۳۸ مړینې لري. د نوموړي سازمان په خبره، د ۲۰۲۴ کال له پېله بیا د دغه راپور تر خپرېدو پورې، له پنځو کالو کم عمره څه باندې زر ماشومان د «ذاتالریې» لامله مړه شوي چې د مړو شویو ټولو ماشومانو ۸۸ سلنې لامل تنفسي ناروغۍ دي.
دغه راز، د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر ۵مه راپور ورکړ چې په افغانستان کې له پنځو کالو کم عمره ۱۰ سلنه ماشومان خوارځواکي او ۴۵ سلنه یې ټيټ قدي دي. په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له خوا د هېواد د جنسیتي پېژندګلوۍ له مخې، یوازې ۱۰ سلنه مېرمنې د خپلو لومړنیو روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو توانېدلي او په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۲۴ زره ښځې په صعبالعبورو ځایونو کې زېږون کوي.
دا مهال په افغانستان کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه د مالي خنډونو له امله ځنډول شوي او په افغانستان کې نږدې ۱۸ میلیونه وګړي چې د نفوسو ۴۰ سلنه جوړوي، روغتیايي چوپړونو ته محدود لاسرسی لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمهییزې مشرې ډاکتر حنان بلخۍ د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې ویلي و: «د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس له رواني ناروغیو کړېږي چې د ژوند د څرنګوالي پر بڼې یې اغېز کوي.»
په راپور کې ویل شوي چې افغانستان ښځينه ډاکترانو ته بېړنۍ اړتیا لري؛ ځکه دوی ښځو او ماشومانو ته د روغتیايي چوپړونو یوازیني وړاندې کوونکې دي. د نوموړي بنسټ په خبره، طالبانو درې زره ښځې چې له روغتیايي پوهنځيو فارغې وې، په تخصصي ازموینه کې له ګډونه راوګرځولې چې دې چارې افغانستان له یوې حیاتي سرچینې محروم کړی دی.
نوموړي انسټيټوټ ویلي چې د طالبانو رژیم د پایدونکې ودې د اهدافو پرمخ وړلو لپاره د ارزونې او اړینو چوکاټونو په جوړولو کې پاتې راغلی دی. د راپور په حواله، روغتیايي چوپړونو ته د عادلانه لاسرسي د ډاډمنېدو لپاره د پالیسیو په پلي کولو کې د دې ډلې پاتې راتګ، په روغتیايي برخه کې نابرابري ډېروي او پایدونکې ودې پر لور د پرمختګ مخه نیسي.





