د سپین بولدک دروازه نږدې له یوې اونۍ وروسته پرانیستل شوه

۸صبح، کندهار: کندهار کې سیمهییزې سرچینې له نږدې یوې اونۍ وروسته د سپین بولدک دروازې د بېرته پرانیستل کېدو خبر ورکوي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې د سپین بولدک دروازه شنبه سهار د لړم پر ۳۰ د تګ راتګ پرمخ بېرته پرانیستل شوه
تېره ورځ سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو او پاکستاني ځواکونو د سپین بولدک بندر د بیا پرانیست پر سره هوکړه کړې ده. دغه هوکړه وروسته له هغې وشوه، چې طالبانو پر پاکستاني پوځیانو برید کوونکی کس اسلاماباد ته تحویل کړ.
سپین بولدک بندر شپږ ورځې مخکې پر پاکستاني پوځیانو د یوه وسلهوال کس له ډزو وروسته، چې په پایله کې یې د دغه هېواد ۸ پوځیان ووژل شول، وتړل شو.