• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د امریکا له لوري د مرکزي بانک د تفتیش پای؛ ۳.۵ میلیارده ډالره د ذخایرو اسار لا هم منجمد پاتې کېږي

امین کاوه

امین کاوه امین کاوه
۱ زمری/اسد ۱۴۰۲ - ۲۳ جولای ۲۰۲۳ [t_time:1690117405]

متحده ایالاتو د طالبانو تر څارنې لاندې په اماني صندوق کې د دغه بانک د ۳.۵ ډالرو شتمنیو د ازادولو لپاره، د مرکزي بانک تفتیش د منلو وړ نه دی بللی. دغه حساب رسونه چې د امریکا له لوري تمویل شوې، ویې نشوای کړای چې په سویس کې له اماني صندوق نه د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د بېرته راګرځولو لپاره د واشنګټن ملاتړ ترلاسه کړي. د متحده ایالاتو د خزانه دارۍ یوه چارواکي ټینګار کړی چې د افغانستان مرکزي بانک، لازم اصلاحات نه دي راوستلي چې دغه اقدام، د ۳.۵ میلیارده ډالرو د نه راګرځېدو په اړه د متحده ایالاتو پرېکړه کې بدلون نه دی راوستلی. امریکا د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د بېرته راګرځولو لپاره، د مرکزي بانک په مشرتابه کې د طالبانو د درېیو غړو پر ځای د مسلکي بانک لرونکو ځای پر ځای کېدل او د سیاسي نفوذ نه لاسوهنې او د پیسو مینځلو پر وړاندې د کافي څارنو او د یوه خپلواک او معتبره څارونکي تر تفتیش لاندې د مالي تروریزم د مالي ټینګښت غوښتونکې شوې وه. خو دغه چاره تر دا مهاله د طالبانو له لوري پلي شوې نه ده. ویل کېږي چې په سویس کې اماني صندوق تېر کال د مرکزي بانک د ټولو اوو میلیاردو ډالرو د نیمایي شتمنیو د ذخیره کولو لپاره رامنځته شو چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه وروسته د امریکا په یوه فدرال بانک کې کنګل شوې وې.

د امریکا د متحده ایالاتونو د خزانه دارۍ وزارت، اعلان وکړ چې د طالبانو تر څارنې لاندې د مرکزي بانک پلټنه په اماني صندوق کې ددغه بانک د ۳.۵ میلیارده ډالرو شتمنیو د ازادولو لپاره نه ده منلې. د دغه وزارت په خبره، د طالبانو تر څارنې لاندې مرکزي بانک ونه شوای کړای د پام وړ روڼتیا رامنځته کړي. رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان د مرکزي بانک پلټنه چې د متحده ایالتونو له لوري یې ملاتړ کېده، ویې نشوای کړای چې په سویس کې له اماني صندوق نه ددغه بانک د شتمنیو د بېرته راګرځولو لپاره د واشنګتن ملاتړ خپل کړي.

په راپور کې راغلي دي: «دوه برحاله چارواکو او یوه پخواني امریکايي چارواکي وویل چې د افغانستان د مرکزي بانک حساب رسۍ یا پلټنې چې د طالبانو له لوري مدیریت کېږي، د متحده ایالتونو په مالي ملاتړ یې ونشوای کړای چې په سویس کې له اماني بانک نه د ۳.۵ میلیارده ډالرو بانکي شتمنیو د بېرته راګرځولو لپاره د واشنګتن ملاتړ جلب کړي، کوم اقدام چې ددغه هېواد د مالي ناورین له کابو کېدو سره مرسته کوي.» د دغه راپور پر بنسټ، متحده ایالتونه د افغانستان د مرکزي بانک د ۳.۵ میلیارده ډالرو پیسو د بېرته راګرځولو لپاره، په دې بانک کې د لازمو اصلاحاتو غوښتونکی شوی دی. د امریکا د خزانه دارۍ وزارت ویلي دي چې د مرکزي بانک په مشرتابه کې باید د طالبانو د درېیو غړو پر ځای مسلکي بانک لرونکي وګمارل شي او دغه راز دغه ډله خپله ژمنتیا وښيي چې د بانک دارۍ په چارو کې لاسوهنه ونکړي. د امریکايي چارواکو د څرګندونو پربنسټ، طالبانو باید همداراز ډاډ ورکړي چې دغه بانک له سیاسي نفوذ نه لیرې پاتې کېږي او د پلټنې یا حساب رسۍ له امله د پیسو مینځلو او مالي تروریزم پر وړاندې کافي څارنې «معتبره خپلواکه څارنه» رامنځته کېږي.

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت ویلي دي چې د طالبانو تر څارنې لاندې د افغانستان مرکزي بانک ونشوای کړای ددغه هېواد ارزونه بشپړه کړي او له همدې امله، د واشنګتن پرېکړه له بدلون پرته په خپل حال کې پاتې شوه. د متحده ایالتونو د خزانه دارۍ وزارت یوه چارواکي دغه پلټنه یوه «لومړنۍ ارزونه» بللې او ویلي دي چې بندیزونه ښيي چې د غوره هڅو لپاره درېیم ګړي ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، د افغانستان د بیاجوړونې لپاره د متحده ایالتونو ځانګړي پلټونکي راپور ورکړی چې د امریکا پراختیايي پروګرام (USAID) د پیسو مینځلو پر وړاندې د طالبانو تر مدیریت لاندې د مرکزي بانک د څارنې، د تروریزم مالي ټینګښت او د بانکي څارنې برخې او د دغه بانک د ورکړې څرنګوالی یې څارلی، خو له دغو پلټنو ترلاسه شوې ارزونې، علني شوي ندي. سربېره پر دې، د متحده ایالتونو د خزانه دارۍ وزارت یوه چارواکي ویلي دي چې په سویس کې د افغانستان پر اماني صندوق د څارنې څلورکسیز پلاوی باید د رایو په اتفاق د پیسو ورکړه تصویب کړي چې په دې اړه د امریکا د استازي ملاتړ اړین دی.

د افغانستان اماني صندوق تېر کال د ۳.۵ میلیارده ډالرو د ساتنې په موخه په سویس کې جوړ شوی دی. دغه صندوق د متحده ایالتونو، سویس او د افغانستان د پخواني دولت د دوو چارواکو د ګډ پلاوي له لوري څارل کېږي. د مرکزي بانک پخوانی رییس انورالحق احدي، او د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړی او د امریکا په میرلند کې د مونتګومري په کالج کې ښوونکی شاه محمد محرابي، د دغه اماني صندوق د څارونکو غړو په توګه ګمارل شوي دي. د سویس په جینوا ښار کې دغه صندوق، د ټولو راکړو ورکړو او بانکي فعالیتونو، د افغانستان د نړۍوالو پورونو د ورکړې، د وارداتي برېښنا د تادیاتو او همداراز د پیسو د چاپ د راتلونکو اړتیاو ته د رسېدنې لپاره جوړ شوی دی.

په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق غړي شاه محمد محرابي، هم رویټرز ته ویلي چې نوموړي تر دامهاله ددغې حساب رسۍ یا پلټنې جزییات لیدلي نه دي. محرابي ټینګار کړی چې د افغانستان د اماني صندوق له شتمنیو نه ګټه اخیستنه د قیمتونو په تثبیت او د هېواد د بانکونو د کافي نقدینده ګۍ په اطمینان پورې اړه لري. د نوموړي په خبره، ټول مالي سیستم افغانستان ته د بهرنیو ملاتړ کوونکو د مالي ملاتړ د کموالي له ګواښ سره مخ دی.

تر دې وړاندې، اماني صندوق ویلي چې په سویس کې د افغانستان د پیسو ذخیرو په تېر یوه کال کې ۱۲۸ میلیونه ډالره ګټه کړې ده. ددغه صندوق په خبره، که چېرې د افغانستان ۳.۵ میلیادرده ډالره د پیسو ذخیره په بانک کې پاتې شي، په کلني ډول به څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره ګټه ترلاسه کړي. متحده ایالتونه په داسې حال کې د طالبانو تر څارنې لاندې په مرکزي بانک کې د اصلاحاتو راوستلو او د مسلکي او غیرسیاسي کسانو د ګمارلو غوښتونکی دی چې دغه بانک دا مهال د طالبانو د مدیره پلاوي له لوري پرمخ وړل کیږي چې دوه تنه د هغوی یې د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي. طالبانو په دې اړه تر دامهاله غبرګون ندی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په پرلپسې ډول د مرکزي بانک د پیسو د ذخیرو پر ازادولو ټینګار کړی دی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي دي چې په دې برخه کې له هغوی سره همغږي شي.

ویل کېږي چې د متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن، تېر کال د یوه اجرايي فرمان په لاسلیک کولو د افغانستان د مرکزي بانک د ۳.۵ میلیادرده ډالرو له شتنمیو نه ګټه اخیستنه په سویس کې یوه اماني صندوق ته وسپارله تر څو د افغانستان له اقتصاد سره د مرستې لپاره په مصرف ورسیږي. د پخواني دولت له سقوط سره، د مرکزي بانک څه باندې نهه میلیارده ډالره شتمنۍ په بهرنیو بانکونو کې منجمد شوي دي. له دې ډلې اووه میلیارده یې په متحده ایالتونو کې ساتل کېدې چې د امریکا د ولسمشر د سپارښتنې پر بنسټ، دغه اندازه پیسې په هغه صورت کې چې وکړای شي د طالبانو پر وړاندې په حقوقي دعوا کې د متحده ایالتونو د محکمو حکم ترلاسه کړي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ بریدونو قربانیانو ته ځانګړې شي. د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا دوه میلیارده نورې شتمنۍ، د اروپايي او متحده اماراتو په بانکونو کې ساتل کېږي. ویل کېږي چې دغه مالي وجوه هم په سویس کې اماني صندوق سپارل کېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
ټرمپ د ناقانونه کډوالو لپاره د فډرالي بودجې د کارولو د بندېدو فرمان لاسلیکوي
بهرني خبرونه

ټرمپ پنټاګون ته امر کړی چې د اټومي وسلو ازمایښتونه بیا پیل کړي

۸ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1761829688]
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز له خپلې دندې لرې کېږي
بهرني خبرونه

ډونالډ ټرمپ د روسیې د تیلو پر دوو لویو شرکتونو بندیزونه ولګول

۱ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1761225938]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.